غزني ښار (پژواک،١٤غبرګولى٩٧): د غزني د مدني ټولنې غړي وايي، په دې ولايت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د زرګونو کسانو لاسليکونه ټولوي او بيا يي ولسمشر ته سپاري.
د غزني د مدني ټولنو غړو دغه څرګندونې نن د غبرګولي په ١٤ د خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
د دې کسانو په استازيتوب محمد هاشم ناصري وويل چې په دې ولايت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دوى خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
هغه وايي: ((د حکومت د نه پاملرنې له امله د غزني پښتانه په ولسي جرګه کې هيڅ استازى نه لري، که دا ځل بيا هم ټاکنې حوزوي نه وي، نو دغه مشکل به بيا هم پر خپل ځاى پاتې شي.))
د نوموړي په وينا، په دې ولايت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کېدو لپاره دوى له زرګونو کسانو څخه لاسليکونه ټولوي او بيا يې ولسمشر ته سپاري.
دغه راز د غزني د مدني ټولنې بل غړى محمد شفيع بهادري وايي، د غزني ترڅنګ په کابل کې هم په دې ولايت کې د حوزوي ټاکنو د ترسره کېدو په موخه دوى له خلکو لاسليکونه ټولوي.
هغه وايي: ((که ټاکنې حوزوي نه شي، د غزني خلک په کې برخه نه اخلي او بيا به ټاکنې خپل مشروعيت له لاسه ورکړي.))
نوموړي وويل چې په دې ولايت کې به د ټاکنو په اړه د دوى اعتراض تر هغه دوام وکړي، ترڅو حکومت يې غږ واوري.
د غزني يادو او يو شمېر نورو اوسېدونکو د خپلې غوښتنې د عملي کېدو لپاره له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې په دې ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته خېمه وهلې او دغه دفتر يې تړلى دى.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني د ټاکنو کمېسيون مرستيال محمد کريم جمال پژواک ته وويل چې حکومتي چاراکي بايد د دې خلکو ستونزې ته د حل لار پيدا کړي.
هغه وايي: ((زموږ دفتر تړل شوى، کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي، تر اوسه هيچا ثبت نام نه دى، هر څه ژر د دې خلکو مشکل بايد حل شي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه د غزني ولسواليو ته د نوم ليکنې مواد هم نه دي رسېدلي او نه هم چا نوم ليکنه کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن