ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هند دې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون په پراختیا کې مرسته وکړي”

“هند دې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون په پراختیا کې مرسته وکړي”

author avatar
4 Jun 2018 - 18:15
“هند دې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون په پراختیا کې مرسته وکړي”
author avatar
4 Jun 2018 - 18:15

کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۷): د کندهار ولایتي ادارې د هند له سفیره وغوښتل چې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون په پراختیا کې دې مرسته وکړي.

د هند سفیر وینا کومار چې نن د غبرګولي په ۱۴مه یې کندهار ولایت ته سفر کړی و، د دې ولایت له چارواکو سره ولیدل.

سفیر لومړی د ورسره پلاوي، د کندهار د مرستیال والي عبدالحنان منیب او یو شمېر دولتي ادارو د مسوولانو په ملتیا د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او وروسته یي په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

د کندهارمرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، هند له افغانستان او په ځانګړې توګه له کندهار سره ډېرې مرستې کړي چې یو هم همدا پوهنتون دی.

خو هغه غوښتنه وکړه چې هند دې د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون د لاپراختيا لپاره نور کار هم وکړي څو ددې پوهنتون محصلين په معياري توګه زده کړې وکړي.

د افغانستان لپاره د هند سفير وينا کومار وویل، د خپلي دندې له پیل سره سم يې لومړی سفر کندهار ته  کړی او په بېلابېلو برخو کې به د هغوی مرستې د پخوا په څېر روانې وي.

نوموړي ژمنه وکړه چي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون د معياري کېدو او پراخوالي لپاره به د خپل  هېواد له اړوندو حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

ده وویل، هڅه به وکړي چې په دې برخه کې مرستې جلب کړي.

د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون شاوخوا پنځه کاله مخکې د هندوستان په مرسته په کندهار کې جوړ شوى چې اوسمهال يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، خو بشپړ تاسيسات به يې د دغه هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.

د زراعتي علومو او ټکنالوجي د ملي پوهنتون د جوړولو ژمنه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هندوستان پخواني لومړي وزير من موهن سنګهـ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه.

په دغه پوهنتون کې د مالدارۍ،د نباتاتو د ساتنې،دزراعتي اقتصاد، ترویج، د مېوو د ودې او نور پوهنځي چې شمېر به يې تر ١١ پورې رسېږي، جوړېږي او د هېواد په کچه به په کې د زراعت له پوهنځيو څخه فارغو شوو محصلينو ته ماسټرۍ او پي ايچ ډي په کچه تدريس کېږي.

دغه پوهنتون د هند هېواد له هغه زرغون انقلاب څخه په الهام اخيستو په افغانستان کې جوړ شو چې يوه هندي پروفيسر يې بنسټ کېښود او دغه هېواد يې په داسې حال کې د خوراکي توکو او کرنيزو محصولاتو په يوه لوى توليدوونکي بدل کړ چې د نړۍ په کچه دويم ډېر نفوس لرونکى هېواد ګڼل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.