ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار د نجونو ښوونځي د داعش ډلې د ګواښ له امله تړل شوي

د جلال اباد ښار د نجونو ښوونځي د داعش ډلې د ګواښ له امله تړل شوي

author avatar
5 Jun 2018 - 14:25
د جلال اباد ښار د نجونو ښوونځي د داعش ډلې د ګواښ له امله تړل شوي
author avatar
5 Jun 2018 - 14:25

جلال اباد (پژواک ۱۵ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نجونو ښوونځي د امنيتي ګواښونو له امله د اوړي له رخصتيو يوه ورځ مخکې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

که څه هم د ننګرهار ولايتي اداره د ښوونځیو بندېدل د اوړي د رخصتيدو پيل ګڼي، خو له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې د داعش وسله والې ډلې د ګواښ هغه پاڼې لاس په لاس کېږي چې ښوونځيو ته يې د تړلو ګواښ کړی دی.

د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين بيا د ښوونځیو تړل د يو مصلحت له مخې ګڼي او وايي چې دغه ګام د احتمالي پېښو د مخنيوي په موخه پورته شوی دی.

د داعش ډلې دوه شپې پاڼې چې يوه يې توره او سپينه او بله يې هم په رنګه کاغذ کې چاپ شوې، د ښځينه زده کوونکو ټولو ښوونځيو ته په کې د تړلو ګواښ شوی او ګوتڅنډنه شوې، که د هرې لېسې مسوولينو سرغړونه وکړه، نو له بمي بریدونو سره به مخ شي.

دغه راز دې ډلې يو ويډيويي پيغام هم د ورته ګواښ ښکارندويي کوي او وايي، دغه ګام یې په هسکه مېنه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په غبرګون پورته کړی.

د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک اژانس ته وويل، نن سهار يې خويندې ښوونځي ته ولاړې خو تر لږې شېبې وروسته بېرته کور ته راغلې او ويل يې چې ښوونځی د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوی دی.

د ښار يو بل اوسېدونکی ولي محمد هم تاييدوي چې اولادونه يې ښوونځي ته تر تګ لږ وروسته بېرته راغلي او ورته ويل شوي چې ځانونه کور ته ورسوي، امنيتي ګواښ موجود دی.

هغه پر افغان حکومت، وسله والو او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې ښوونيز نظام بې طرفه بنسټ دی او نه بايد ښوونيزې ادارې هدف وګرځي.

که څه هم د وسله والو دغه ګواښ تر ډېره د نجونو ښوونځيو ته دی، خو نن په جلال اباد ښار کې د هلکانو لېسې هم تړلې دي.

د جلال اباد ښار د نصرت لېسې زده کوونکي اصحاب ولي پژواک ته وويل، نن سهار چې کله ښوونځي ته ورغی، دروازه يې تړلې وه او ورته ويل یې چې امنيتي خطر دی، ځانونه کورونو ته ورسوئ.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک ته وويل چې په جلال اباد ښار کې د ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړه د احتمالي بريدونو مخنيوی دی.

دی زياتوي، نن د زده کوونکو وروستۍ ازموينه ده، اساسي ازموينې تېرې شوې او يوازې فرعي ازموينې يې پاتې دي، که ښوونځيو ته زده کوونکي ولاړ هم شي، ازموينه به يې ژر واخيستل شي او بېرته به رخصت شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.