مهترلام (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۷): په لغمان کې د کليو د پراختيا وزارت له خوا له پاکستانه راستنو شويو ۵۰۰ غالۍ جوړوونکو کورنيو ته د نږدې ۱۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت کار توکي او خام مواد ووېشل شول.
په همدې مناسبت د غبرګولي په ۱۵مه مرکز مهترلام ښار کې په جوړو شوو مراسمو کې د لغمان د کلیو د پراختيا او بیارغونې ريیس انجنیر امان الله میاخېل وویل چې دولت دغه پروګرام د بېرته راستنو شوو کډوالو د توانمندۍ او د اقتصادي کچې د لوړولو په موخه پیل کړی دى.
دی وایي، په ياد پروګرام د کلیوالي صنایعو او تشبثاتو د پراختیا برنامې نږدې ۱۲ نيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، ۵۰۰ کورنيو ته ورکول کېږي چې ګټه به يې زرګونه خلکو ته ورسېږی.
د لغمان والي محمد اصف ننګ غالۍ اوبدونکو ته ډاډ ورکړ چې په کال کې دوه ځلې به د دوی د غالیو د خرڅلاو او هغې ته د باز موندنې په برخه کې نندارتونونه جوړوي، تر څو دغه متشبثین وشي کولی هلته خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وويل، د بازارموندنې په برخه کې به هڅه وکړي، څو بهرنیو هېوادونو ته د غالیو صادروونکي ځینې سوداګر هم د دوی د غالیو په خاطر جوړېدونکو نندارتونو ته دعوت کړي او د لغمان د غالۍ اوبدونکو اړیکې له هغوی سره ټینګې کړي.
نواب ګل چې تر دې وړاندې يې پاکستان کې غالۍ اوبدلې، وايي، هلته به د پاکستان په نوم د دوى اوبدلې غالۍ خرڅېدې، ډاډ يې ورکړ چې تر دې وروسته به د افغانستان په نوم قالين اوبي، هم به يې دلته پلوري او هم به يې نورو هېوادونو ته د افغانستان په نوم لېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن