ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې ۱۷ ميليونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري

په افغانستان کې ۱۷ ميليونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري

author avatar
5 Jun 2018 - 13:33
په افغانستان کې ۱۷ ميليونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري
author avatar
5 Jun 2018 - 13:33

کابل (پژواک، ١٥ غبرګولی ٩٧): د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۲۱ ولايتونو له پراختيايي شوراګانو سره د ۹۹ پروژو قرارداد له لاسليک وروسته اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۷ ميليونه خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه مرستې ته اړتیا لري.

دا پراختیايي پروژې د کابل، خوست، بلخ، بادغیس، جوزجان، سمنگان، پنجشېر، تخار، غزني، پروان، غور، بدخشان، ننگرهار، بامیان، دایکنډی، هلمند، زابل، پکتیا، فاریاب، کندهار او نورستان ولايتونو کې پلې کېږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کريمي د دغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د دې پروژو لګښت په ټولیز ډول له ۲۴۰ ميليونه افغانيو ډېر دی چې د ماليې وزارت او يونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، په هغو پروژو کې چې قرارداد یې نن له پراختیايي شوراګانو سره لاسیک شو؛ د څښاک اوبو لپاره د ‎څاګانو کيندل، د اوبو رسولو شبکو جوړېدل، د څښاک د اوبو زېرمې او اوبو لګولو کانال جوړول شامل دي.

د کليو بیارغونې او پراختيا وزیر په خبره، یادې پروژې به نږدې ۱۷۶زره کاري ورځې ونیسي او له ۲۲ زرو ډېرې کورنۍ به ترې ګټه واخلي. دغه پروژې به د اوبو رسولو، اوبو لګولو او چاپېریال ساتنې پروګرام له مخې تطبیق شي.

کریمي وویل چې په افغانستان کې تر ۱۷ ميليونه ډېر خلک پاکو اوبو ته اړتيا لري چې د ټول هېواد ۶۳ سلنه جوړوي، له دې ډلې ۵۳ سلنه يې په کليو کې اوسېږي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، راتلونکې وچکالۍ ته په کتو دغه وزارت او د اوبو رسونې ملي پروګرام د وچکالۍ د اغېزو د مخنیوي لپاره یو شمېر ځانګړي تدابیر نیولي چې له دې ډلې په یادو ولایتونو کې د اوبو رسولو د پروژې چټک تطبیق هم شامل دی.

د کلیو یبارغونې او پراختیا وزارت د احصايې له مخې نږدې ۲۰ ولايتونه له وچکالۍ سره مخ دي چې له دې ډلې ۹ ولايتونه د شديدې وچکالۍ ستونزه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.