شبرغان(پژواک،۱۵غبرګولی۹۷):د جوزجان امنيتي سرچينو ويلي چې طالبانو په منګجک ولسوالۍ کې د ملي اردو يو سرتېری پر ډزو وژلی او په اقچې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، هغه سرتېری چې تېره شپه په منګجک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا وژل شوی،اصلا د کندهار ولايت اوسېدونکی دی او د رخصتۍ تېرولو په موخه يادې ولسوالۍ ته راغلی و.
نوموړي زياته کړه چې دغه سرتېری له خپل يوه دوست سره يې د منګجک ولسوالۍ په قورچنغو کلي کې د خپل ماما کور تللی و چې نيمه شپه طالبان ورغلي، نوموړی او د هغه دوست يې له کوره ايستلي دي.
د خاشي په خبره، ياد سرتېري د طالبانو له خوا پر ډزو ويشتل شوی او د هغه د دوست په اړه چې هغه هم طالبانو بېولی، تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
نوموړي دغه راز وويل چې د اقچې ولسوالۍ په قره بوين کلي کې دوه ولسي پاڅون کوونکي چې په کلي کې پر ګزمه لګيا وو، د ماين چاودنې له امله وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه پېښه نن سهار رامنځ ته شوې او جسدونه يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن