کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٧): د يوناما مشر د کابل پروني بريد ته په اشارې وايي، دا ډول کړنې ښايي جنګي جرمونه وشمېرل شي او هغه کسان چې د دې ډول بريدونو تنظيمولو مسووليت لري، بايد عدالت ته راکاږل شي.
شاوخوا درې زره دیني عالمانو چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي وو، پرون د غبرګولي په ۱۴مه کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې په هیواد کې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه يې حرام اعلان کړل. د دې غونډې په پای کې د خیمې دخولي دروازه کې ځانمرګی برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه دیني عالمان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د دې بريد مسووليت داعش ډلې په غاړه اخيستى دى.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) مشر تداميچي ياماموتو د دغه بريد په اړه ويلي چې پر يو شمېر ديني مشرانو بريد چې په سوله ييزه توګه په کابل کې د يوې ګډې اعلاميې د خپرولو لپاره راټول شوي وو او له يوه امن او خوندي افغانستان سره يې مرسته کوله، په بشپړه توګه د منلو نه دى.
ده زياته کړې: "دغه بريد زما غوصه راپارولې او غندم يې، دغه افراطي ډلې په دوامداره توګه زما غوصه راپاروي چې غواړي د سولې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي."
د هغه په وينا، دغه ديني مشران پرون د دې لپاره راټول شوي وو، ترڅو د هغو افراطي ځواکونو په وړاندې لازمې لارښوونې وکړې چې په مستقيمه توګه ملکي وګړي، د رايې په مرکزونو، ديني غونډو او نورو اساسي ځايونو کې په نښه کوي چې په سوله ييزه توګه سره ټول شوي وي. د دې خلکو او نورو ملکي وګړو په نښه کولو لپاره په هيڅ وخت کې او تر هيڅ ډول شرايطو لاندې توجيه نشته.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى وايي، دا ډول کړنې کېداى شي جنګي جرمونه وشمېرل شي او هغه کسان چې د دا ډول بريدونو تنظيمولو مسووليت لري، بايد عدالت ته راکاږل شي او حساب ورسره وشي.
د نوموړي په خبره، د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير او همدارنګه د هېواد په کچه په سوله ييزه توګه د هوسا راتلونکي لپاره د غږ پورته کولو غورځنګونو ته په پام سره، موږ بايد دارنګه بريدونو ته اجازه ورنه کړو چې په دې هېواد کې د جګړې پاى ته رسولو په برخه کې زموږ ټوليزې هڅې له خنډ سره مخامخ کړي.
دى زياتوي: "زه هغو کسانو ته چې په دې ننګوني چاپېريال کې سولې ته د رايې ورکولو لپاره د خپلو نومونو د ثبتولو، سياسي بهيرونو او د افراطي ډلو په وړاندې د غږ پورته کولو له لارې کار کوي، ډېر زيات درناوى لرم."
هغه وويل، ملګري ملتونه له ټولو افغانانو سره خپل پيوستون ته دوام ورکوي او له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهير ته ژمن پاتې کېږي، ترڅو جګړه پاى ومومي او افغانستان وتوانيږي له دا ډول ظلمونو خه د ټولو خلکو د خونديتوب لپاره لا ډېرې سرچينې بېلي کړي.
بايد وويل شي چې وسله والو طالبانو ويلي چې دغه بريد دوى نه دى کړى، خو ياده شوې غونډه يې نمايشي بللې او د ديني عالمانو فتوا يې رد کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن