ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار له زندانه ١٣١ بنديان خوشې شول

د ننګرهار له زندانه ١٣١ بنديان خوشې شول

author avatar
6 Jun 2018 - 15:57
د ننګرهار له زندانه ١٣١ بنديان خوشې شول
author avatar
6 Jun 2018 - 15:57

جلال اباد (پژواک، ١٦ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار له محبس څخه د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ۱۳۱ بنديان خوشې او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغلى دى .

چارواکي وايي، په خوشې شوو بنديانو کې يوه يې مېرمن او اووه ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات د بنديانو د خوشې کېدو پر مهال وويل چې د ولسمشر محمد اشرف غني د روان  ۱۳۹۷ لمریزکال د لومړي ګڼه فرمان له مخې، چې د غويي په ۸ مه د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت صادر شوی و، د ننګرهار له محبس څخه د ۷ ماشومانو  او یوې  میرمنې  په ګډون ۱۳۱ تنه له بند څخه خوشې او د ۱۱۱ تنو د بند په موده کې کموالی راغی.

نوموړي زیاته کړه، محبس د زده کړې او اصلاح ځای دی نو په همدې اساس یې له  بند څخه له خوشې شوو کسانو غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته په ټولنه کې د روزل شوو اشخاصو په څېر ژوند وکړي او د ټولنې په اصلاح او د جرمونو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

د ننګرهار والي په محبس کې بندیانو ته د قوانینو په رڼا کې د ستونزو د حل او په بېلا بېلو برخو کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو ډاډ ورکړ.

د ننګرهار استيناف څارنوالۍ ريیس احمد خالد اوریا وویل، د ولسمشر د بښنې په فرمان کې هغه بندیان شامل دي چې د بند موده يې له ۵ کلونو څخه زیاته نه وي.

نوموړي زیاته کړه،د څارنوالۍ اداره د بندیانو د حقوقو د تامینولو او د بند مودې له  پوره کېدو سره سم پرته له ځنډه ازادي ورکوي او په وینا یې په راتلوونکي فرمانونو کې به هغو بندیانو ته حق ورکول کېږي چې د بند په موده کې اصلاح شوي وي.

د لويې څارنوالۍ د نظارت ريیس محمد اسد ساپي له بنديانو وغوښتل، که ورڅخه د ياد تخفيف په بدل کې د څارنوالۍ او يا هم محبس هر مسوول د پيسو او يا بل امتياز غوښتنه کړې وي، ورته دې عارض شي.

د سنګرعزیزي په نامه يو تن خوشې شوي بندي وویل، په محبس کې ۵۰ سلنه بندیان د بېلابېلو دسیسو ښکار شوي او په یاده برخه کې يې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

خوشې شوو بنديانو له بند څخه په ازادېدو خوښي څرګنده او ټينګار يې وکړ چې د بند په موده کې ورسره د محبس مسوولينو ښه چلند کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.