ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: پلاستيک ته نه ووايئ او طبيعي ښکلا مه چټلوئ

لاريون کوونکي: پلاستيک ته نه ووايئ او طبيعي ښکلا مه چټلوئ

author avatar
6 Jun 2018 - 15:59
لاريون کوونکي: پلاستيک ته نه ووايئ او طبيعي ښکلا مه چټلوئ
author avatar
6 Jun 2018 - 15:59

باميان(پژواک،۱۶غبرګولی۹۷):په باميانو کې لسګونو تنو چې ګڼ شمېر ښځې او نجونې هم په کې وې، په لاريون کولو سره د چاپېريال ساتنې نړيواله ورځ ونمانځله.

دغه لاريون چې د باميانو د چاپېريال ساتنې ادارې او له نوموړې ادارې سره د همکارو موسسو له خوا ترسره شوی و، د باميانو د اوسېدونکو له خوا يې ښه هرکلی وشو. دغه لاريون د باميانو په بازار کې د " پلاستيک ته نه ووايئ او طبيعي ښکلا مه ککړوئ، پاک چاپېريال روغتيا رامنځ ته کوي"، شعار سره ترسره شو.

ددغه لاريون يوې ګډون والې مرضيې پژواک ته وويل چې له پلاستيک څخه کار اخيستل د روغتيا لپاره زيان لري او خلک بايد د رخت له کڅوړو څخه کار وا خلي.

هغه زياته کړه:" په ننني لاريون کې مو پر خلکو د رخت کڅوړې ووېشلې چې خلک يې په کارولو سره له روغتيا څخه برخمن شي او دغه فرهنګ دود کړي."

 د باميانو د چاپېريال ساتنې ادارې چارواکي وايي چې دوه عامله د ژوند چاپېريال د وضعيت خرابېدو او ګواښ لامل شوي، يو يې له پلاستيک څخه تر اندازې ډېره استفاده او د بازار په چاپېريال کې غور ځول او دويم د زړو موټرو کارولو د ښار چاپېريال خراب کړی دی.

د باميانو د چاپېريال ساتنې ادارې رييس محمد ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې باميان د ۱۴۹ډوله وحشي حيواناتو او مرغانو او دغه راز شنه چاپېريال په درلودلو سره، د ژوند لپاره يو تر ټولو غوره چاپېريال دی او بايد د ژوند دې چاپېريال په ساتلو کې هر اړخيزه هڅه وشي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک ته وويل چې باميان يو توريستي ښار دی او بايد د کال په دې فصل کې چې په باميانو کې د ګرځندويانو تګ راتګ پيلېږي، پاک او د مراجعينو لپاره خوندور و اوسي.

هغه زياته کړه چې نن د باميانو اوسېدونکو د ژوند چاپېريال د نړيوالې ورځې په قدرونې سره د ژوند چاپېريال ساتنې لپاره يې په خپلو لاريونونو او شعارونو سره، دغه فرهنګ پراخ کړ چې د باميانو اوسېدونکي بايد د ژوند چاپېريال پاکولو او ساتنې لپاره حساس و اوسي.

احمدي وويل چې باميان شين محيط لري او د هېوادوالو لپاره د تفريح او ساتېريو لپاره ښه ځای دی، نو ځکه ډېره مهمه ده چې دغه ښار د طبيعي پارک، اوبو او شنو سيمو او ونو په درلودلو سره، همداسې پاک او طبيعي وساتل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.