ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برمک د فراه او فاریاب د ناامنیو لاملونه په ګوته کړل

برمک د فراه او فاریاب د ناامنیو لاملونه په ګوته کړل

author avatar
6 Jun 2018 - 18:52
برمک د فراه او فاریاب د ناامنیو لاملونه په ګوته کړل
author avatar
6 Jun 2018 - 18:52

کابل (پژواک،۱۶غبرګولی ۹۷): د کورنیو چارو وزیر سربېره له دې چې د جګړې ستراتیژي بدلون په اړه خبري کوي، وايي چې فراه کې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه او فاریاب کې د سیاسي عواملو ترڅنګ د نامسؤولو وسلوالو کسانو شتون، د ناامنیو لاملونه دي.

ولسي جرګې نن د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي، د ملي امنیت عمومي مشر محمد معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د روان امنیتي وضعیت او وسلوالو مخالفینو د وروستیو بریدونو په تړاو جرګې ته وربللي وو؛ خو یوازې د کورنیو چارو وزیر غونډې ته حاضر شوی و

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مکتوب چې د اداري پلاوي له لوري ولوستل شو، کاږي چې د ملي دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس له هېواد څخه بهر دي او نننۍ ناسته کې ګډون نه شي کولی.

د کورنیو چارو وزیر چې د نن ورځې په غونډه کې یې خبرې کولې وویل چې د غویې له پنځمې راهیسې د وسلوالو مخالفینو یرغلیز بریدونه د هېواد په نهو ولایتونو کې پیل شوي دي ؛ خو خپلې موخې یې نه دې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې وسلوالو مخالفینو غزنی ولایت ډیر پام وراړولی دی خو دې ولایت ته د زیاتو امنیتي ځواکونو استول پیل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د غزني پولیسو په لیکو کې اصلاحات رامنځ ته شوي او هڅې روانې دي چې ملي پولیس، ملي شي.

هغه د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته، د فراه پر مرکز د وسلوالو مخالفینو برید ته په اشارې سره وویل چې د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه، نشه یي توکي او د ځینو کړیو ترمنځ اختلافات  د دې سبب شوي ، څو په دې ولایت کې د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد دفاع  وزیر ، پر فراه له برید څخه وروسته د اوبو پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ شته ستونزو ته په اشارې سره ویلي و چې دا شخړه د اوبو مدیریت جګړه ده، کابل کې د ایران سفیر دا څرګندونې رد کړې وې.

 د کورنیو چارو وزیر د فراه امنیتي وضعیت په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه : ((ځینې کړۍ چې ګټې یې له ګواښ سره مخ دي، یو شمېر وسلوالو ډلو ته د پیسو په ورکولو سره غواړي چې  وضعیت بدل کړي.))

خو هغه وویل چې اوس په فراه کې وضعیت کنټرول دی.

برمک د فاریاب وضعیت په تړاو وویل : (( سیاسي عوامل او د نامسؤولو قوماندانانو شتون سبب شوي چې وسلوال مخالفین خپل فعالیتونه زیات کړي.))

نوموړي له خلکو او نامسؤولو وسلوالو قوماندانانو چې فاریاب کې فعالیت کوي، غوښتنه وکړه چې له نظام او دولتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړئ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.