تالقان(پژواک،١٦غبرګولى٩٧): د تخار امنيتي چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په درقد ولسوالۍ کې د راتلوونکو ټاکنو يوه احتمالي نومانده نيولې ده.
د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نظام الدين غوري د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه نومانده فاضله نوميږي چې تېره ورځ طالبانو د درقد ولسوالۍ له القناق سيمې څخه له خپل ورور سره يوځاى نيولې ده.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د فاضلې د خلاصون لپاره پلټنې پيل شوې دي.
دغه راز د درقد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حسام الدين پژواک ته وويل چې دغه احتمالي نومانده له خپل ورور سره پرون مازيګر تالقانو ته روانه وه چې طالبانو نيولې ده.
هغه زياته کړه: (( له دې نوماندې سره ځيني اسناد هم و چې د هغې نوماندي يې ثابتوله.))
نوموړى وايي چې قومي مشرانو د فاضلي د خلاصون په موخه د طالبانو له مشرانو سره اړيکې نيولې دي.
بل لورته وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره له خلکو غوښتنه کړې وه چې د ټاکنو په بهير کې ګډون ونه کړي.
د يادونې ده چې درقد د تخار ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې وړم کال د څو ورځو لپاره طالبانو نيولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن