ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوګر ښوونځيو کې د نوم ليکنې مرکزونو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي”

“د لوګر ښوونځيو کې د نوم ليکنې مرکزونو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي”

author avatar
6 Jun 2018 - 15:33
“د لوګر ښوونځيو کې د نوم ليکنې مرکزونو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي”
author avatar
6 Jun 2018 - 15:33

پل علم(پژواک،١٦غبرګولى٩٧): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په ښوونځيو کې د نوم ليکنې د مرکزونو د جوړېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د غبرګولي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز پل علم په اتو ښوونځيو پورک، کلنګار، چوڼۍ، حضرت عمر فاروق، التمور، فيض کاريز، حصارک او سرې سنګ ښوونځيو کې د نوم ليکنې مرکزونه فعاليت کوي.

هغه وايي: (( له کومې ورځې چې دغه مرکزونه په دې ښوونځيو کې جوړ شوي، زده کوونکي يې له امنيتي ګواښ سره مخ کړي دي.))

د عرب په وينا، د يادو مرکزونو له جوړېدو وروسته شاوخوا درې زره زده کوونکي په دايمي ډول او ځينې نور يې په وقفه يي ډول ښوونځيو ته نه ورځي.

نوموړي دا هم وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې له ښوونکو او زده کوونکو د يو ليک په ترڅ کې غوښتي چې د ټاکنو په بهير کې ګډون ونه کړي.

ده زياته کړه: (( په ليک کې يې دا هم ويلي چې له ښوونځيو بايد دغه مرکزونه و ايستل شي ځکه دوى پرې بريدونه کوي.))

د نوړي په وينا، همدغه ګواښونه ددې لامل شوي چې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې شي او د پوهنې بهير ټکنى شي.

د عرب په وينا، د لوګر د پوهنې رياست دغه موضوع له اړوندو ارګانونو سره د حل په موخه شريکه کړې، خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.

د اړوندې موضوع په اړه د پورک عالي لېسې د ١٢ ټولګي زده کوونکي اجمل پژواک ته وويل چې د دوى په ښوونځي کې د نوم ليکنې مرکز د جوړېدو له امله زده کوونکي اندېښمن دي.

هغه وايي: (( زه خپله هم ډيرى وخت مکتب نه ځم، ټول شاګردان په دې ډار کې دي چې طالبان پرې حمله ونکړي خو يوه ورځ به دغه کار کوي.))

نوموړي له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو دغه ستونزه هواره کړي ترڅو په سمه توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر وياند وحيدالله سمسور پژواک ته وويل چې په ښوونځيو کې د نوم ليکنې مرکزونه د پوهنې له وزارت سره په تفاهم کې جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.