ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متحده عربي امارات د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتېري را لېږي

متحده عربي امارات د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتېري را لېږي

author avatar
6 Jun 2018 - 10:56
متحده عربي امارات د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتېري را لېږي
author avatar
6 Jun 2018 - 10:56

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٧) متحده عربي امارات د ناټو سازمان د روزنې په ماموريت کې افغانستان ته ځانګړي ځواکونه لېږي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ د ملي امنيت شورا په غونډه کې په دې اړه بحث وشو.

سرچينې زياته کړې چې د ملي امنیت شورا د متحده عربي اماراتو د هغه وړانديز چې له مخې يې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د سوفا له هوکړه لیک سره سم د ناټو د غوڅ ماموريت په چوکاټ کې د ښوونې، مشورې او ملاتړ په خاطر را لېږل کېږي، له ارزونې وروسته تاييد شو.

د ارګ په خبرپاڼه کې د اماراتو د رالېږونکو سرتېرو شمېر او مهالوېش په اړه څه نه دي راغلي، دغه راز د اماراتو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن تېره اونۍ په يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړې وه چې امارات او قطر غواړي د ناټو د روزنې ماموريت ته سرتېري ولېږي.

امارات په داسې حال کې افغانستان ته سرتېري ليږي، چې تېر کال په کندهار کې ديوې چاودنې له امله ددغه هيواد دسفير په ګډون پنځه ديپلوماتان يې ووژل شول.

د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې د ناټو د روزنې په ماموريت کې د اسلامي او په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو ګډېدل به د افغانستان لپاره ګټور تمام شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، وسله وال مخالفين د افغانستان روانه جګړه عقيدوي ګرځولې او د روزنې په ماموريت کې د اسلامي هېوادونو ور ګډېدل د افغان جګړې عقيدوي اړخ له منځه وړي.

د غفور په وينا، د مهمو طالب مشرانو کورونه او سوداګري په اماراتو کې ده، اوس چې امارات افغانستان ته سرتېري لېږي، نو پر پاکستان او طالبانو به يې هم اغېزې وي.

د يادونې وړ ده، متحده عربي امارات يو له هغو درېيو هېوادونو و چې د طالبانو واکمني يې پر رسميت پېژندلې وه او اوس هم د دغه هېواد وګړي او سوداګر له طالبانو سره نږدې اړيکې لري.

د ناټو غوڅ ماموريت له افغان ځواکونو سره مرسته او همکاري کوي چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د ناټو له جګړه ييز ماموريت وروسته پيل شوی دی.

په دغه ماموريت کې ۳۹ هېوادونه غړيتوب لري او موخه يې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، سلا مشورې ورکول او روزنه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.