پلخمري(پژواک،١٦غبرګولى٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د نوم ليکنې په مرکز کې چاودنه وشوه.
عيني شاهدان وايي چې دغه چاودنه د پلخمري د دشت الوان سيمې د نوم ليکنې په مرکز کې نن د غبرګولي په ١٦مه له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې چاودنه د ځاى پرځاى شوي ماين له امله رامنځته شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن