جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۷): په ننګرهار کې علماوو د مطبوعاتي کنفرانس په ورکولو سره د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې د اوربند د اعلان هرکلی او ملاتړ وکړ.
دغه علما چې د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو په دفتر کې راټول شوي وو، د کنفرانس په ورکولو سره يې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې د اوربند د اعلان هرکلی او ملاتړ وکړ.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس محمد داوود مجاهد وويل، د ولسمشر له لوري دغه اوربند به د روژې له ٢٧مې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې دوام وکړي.
هغه د ولسمشر د دغه اقدام د ستاينې ترڅنګ له وسله والو طالبانو غواړي چې دوی هم ورته اقدام ترسره او نور له جګړو لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ او رغونه کې ونډه واخلي.
ديني عالم مولوي حبيب الله د ياد کنفرانس پرمهال وويل، د روژې مياشت د ترحم، عفوې او سولې مياشت ده او په کار ده، چې په دې مياشت کې مسلمانان يو پر بل رحم وکړي.
نوموړي همدا راز د ولسمشر له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې د اوربند اعلان يو پر ځای او سمه پرېکړه ياده کړه، چې په خبره يې داسې پرېکړې کولی شي د سولې په ټينګښت کې ګټورې تمامې شي.
دغه راز ديني عالم مولوي عزت الله د وسله والو طالبانو په ګډون له ټولو وسله والو مخالفينو غوښتنه کوي، چې د حکومت له لوري د اوربند له اعلان څخه دې ګټه واخلي او نور دې له جنګ جګړو لاس واخلي.
قاري مطهر غوښتنه کوي چې بايد د جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند ته دوام ورکړل شي او وسله وال مخالفين دې يواځې د څو ورځو اوربند نه، بلکې ټول عمر جګړه بس کړي.
د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د غبرګولي ۱۷مه د ارګ پر فېسبوک پاڼه پر ژوندۍ خپره شوې ويډيو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د روژې له اووه ويشتمې د اختر تر پنځمې نېټې پورې د اوربند اعلان وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن