ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ نوى والي : د بيارغونې او امنيت برخو ته به ډېر پام وکړم

د کونړ نوى والي : د بيارغونې او امنيت برخو ته به ډېر پام وکړم

author avatar
7 Jun 2018 - 16:30
د کونړ نوى والي : د بيارغونې او امنيت برخو ته به ډېر پام وکړم
author avatar
7 Jun 2018 - 16:30

اسعد اباد (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٧): د کونړ نوي والي د دې ولايت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د متوازنې بيارغونې، پرمختګ او امنيت ټينګولو لپاره به کار کوي.

والي عبدالستار ميرزکوال چې څو ورځې مخکې د ولسمشر په حکم د کونړ والي شو، نن د دې ولايت خلکو ته ور وپېژندل شو او کار يې پيل کړ.

 په دې اړه جوړه شوې غونډه کې نوي والي دغه راز وويل چې له ولس سره به ښې اړیکې ساتي او د چارو د ښه والي لپاره به له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره مشورې کوي.

ده زياته کړه، د ملکي او پوځي ادارو د چارو ارزونه به کوي، د امنيتي ادارو ترمنځ به همغږي پياوړې کوي او سرحدي ځواکونو ته به په وخت اکمالات ترسره کوي.

د هغه په وينا، هره ملکي اداره مکلفه ده چې د خپلو درې مياشتنيو کړنو راپور د ولايت مقام ته وړاندې کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي شتمنيو ساتنه به کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې غصب، فساد او يا هم د قانون په وړاندې سرکشي وکړي.

والي د خپلو چارو د ښه ترسره کولو لپاره د خلکو مرسته او همکاري اړينه وبلله.

په دې غونډه کې د کونړ قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني ټولنو استازو او وکيلانو له والي غوښتنه وکړه چې په دې ولايت کې د افغانستان نافذه قوانين پلي کړي او همدې قوانينو په رڼا کې د کونړ خلکو ته خدمت وکړي.

ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار له والي وغوښتل چې له ديني عالمانو او د کونړ له ټول ولسه سره خپلې اړيکې ښه وساتي، ځکه د کونړ امنيت چې تر ډېره ښه دى، همداسې ښه وساتل شي.

د ولايتي شورا رييس ولايت خان نوي والي ته د کونړ خلکو ته په خدمت کولو کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ، خو ګوتڅنډنه يې وکړه چې که والي د قانون مطابق د خلکو ښه خدمت او مديريت ونه کړ، نو ولايتي شورا به يې په وړاندې دېوال شي.

د يادولو ده چې په تېرو ١٧ کلونو کې کونړ ته دا نهم والي دى چې معرفي کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.