د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هسکه مېنه کې د داعش ضد عملياتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

هسکه مېنه کې د داعش ضد عملياتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

Jun 07, 2018 - 11:57

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل کړي چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.

چارواکي وايي، ياد عمليات شاوخوا شل ورځې وړاندې پيل شوي او تر اوسه په کې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې؛ خو يو شمېر ملکي وګړي هم په کې وژل شوي دي.

د دغو عملياتو له سيمې اوسمهال د پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او يواځې يې خپل سرونه امن سيمو ته ايستلي دي.

بې ځايه شوي خلک وايي، هم د وسله والو په مرميو لګېدل او هم به د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو ښکار کېدل.

دوی وايي، د عملياتو له امله ګڼ شمېرکلي وران شول، خلک يې په تېښته بريالي شول او سامانونه يې د بمباريو او مرميو د لمبو له امله وسوځېدل.

۶۵ کلن حسن خان د پچيراګام ولسوالۍ د خرګي کلي اوسېدونکی دی، دی وايي چې په هسکه مېنه کې د عملياتو له امله وسله وال پچيراګام ته واوښتل  چې هلته يې د دوی ژوند په خطر کړ؛ نو ځکه دوی هم خپلې مېنې پرېښودې او امن ساحو ته کډه شول.

نوموړی اوس له خپلې کورنۍ سره د هسکې مېنې ولسوالۍ مرکز ته کډه شوی، هلته د شپولې لېسه کې له نورو کليوالو سره يوځای له سرپناه او بسترو پرته ژوند کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((نه د خوراک څه شته او نه د اغوستلو، د مکتب ملازمين دې خير اوسي، د شاګردانو سترنجۍ يې راکړي، ښځې د مکتب په کوټو کې په همدې سترنجو پرتې دي او موږ دلته بهر ناست يو، د خوراک څښاک څه نه لرو، روژه ماتی او پېشلمی راله د سيمې خلک راوړي.))

فاروق چې له خپلې کورنۍ سره کډه شوی، وايي چې په بمبارۍ کې يې دوه کوچنيان زامن او پلار ووژل شول، هغوی يې تر خاورو لاندې کړل او خپله له سيمې را وتښتېد.

د نوموړي په وينا، له خوراکي توکو څخه نيولې د کور تر پيالو، کاسو او حتی د بسترو له نه موجوديت سره مخ دي او حکومت ورسره بايد عاجلې مرستې وکړي.

د سيمې يو قومي مشر ملک غورځنګ پژواک ته وويل، شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې هسکه مېنه کې عمليات پيل شوي او روان دي؛ خو د عملياتو له امله د سيمې اوسېدونکي کور پرېښودو ته اړ شوي.

د نوموړي په وينا، يادې کورنۍ له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او حتی د خوراک څښاک لپاره هم په لاس کې څه نه لري په ډاګونو او بيدياوو کې پراته دي او بايد حکومت ورسره مرسته وکړي.

هغه وايي، هم د وسله والو په بريدونواو هم د حکومتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې دواړه خواوې بايدد ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.

په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم مني چې په دغه ولسوالۍ کې د عملياتو له امله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوي؛ خو د کډوالۍ بهير لا هم روان دی.

نوموړى وايي، د يادو کورنيو ډېری هغه يې د پچيراګام له مېلوې، دوديارو، خرکي او لوړې مېنې اوسېدونکي دي چې په هسکه مېنه کې تر ماتې خوړلو وروسته داعش وسله وال هغې سيمې ته تښتېدلي او له امله يې د يادو کورنيو ژوند سخت شوی دی.

نوموړى مني چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو او وسله والو د ماينونو او بريدونو په پايله کې شاوخوا ۹ ملکي وګړي وژل شوي؛ خو وايي چې که ځايي خلکو د دوی خبره منلی وای او پر وخت له خپلو کورونو راوتلی وای؛ نو د دغو پېښو شاهد به نه وای.

دی وايي، کره شمېره ورسره نشته؛ خو په عملياتو کې سلګونه وسله والو او د هغوی د کورنيو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسوال تاييدوي چې يادې کورنۍ په ستونزو کې دي او په دغه برخه کې يې له ولايتي ادارې د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار والي حيات الله حيات هم مني چې هسکه مېنه کې د عملياتو له امله يو شمېر کورنۍ کډه شوي؛ خو وايي چې ورته کره شمېر معلوم نه دی.

د نوموړي په وينا، د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې او کډوالو چارو رياست ته يې لارښوونه کړې چې د يادو کورنيو برسي وکړي او ورسره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.

د يادولوده چې په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عملياتو داعش وسله واله ډله هم سخته په غوسه کړې او په ټول ننګرهار کې يې د نجونو ښوونځيو ته د بنديدو ګواښ کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement