ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ګردېز ــ پکتيکا لويه لار د خوندي تګ راتګ لپاره خلاصوو

چارواکي: د ګردېز ــ پکتيکا لويه لار د خوندي تګ راتګ لپاره خلاصوو

author avatar
7 Jun 2018 - 13:05
چارواکي: د ګردېز ــ پکتيکا لويه لار د خوندي تګ راتګ لپاره خلاصوو
author avatar
7 Jun 2018 - 13:05

ګردېز(پژواک،١٧غبرګولى٩٧): د پکتيا ملکي او نظامي چارواکي وايي چې ژر به د ګردېز ــ پکتيکا لويه لار چې له کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو له خوا کنټرولېږي، د نظامي عملياتو په ترڅ کې له مخالفينو تصفيه او د خوندي تګ راتګ لپاره به يې خلاصه کړي.

د دې لويې لارې ډېره برخه د پکتيا له زرمت ولسوالي څخه تېريږي چې د وسله والو مخالفينو د نفوذ سيمه ده او دولتي کارکوونکي پرې تګ  راتګ نه شي کولی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعور ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلان لري په دې سيمه کې نظامي عمليات تر سره او د دايمي امنيتي پوستو په جوړولو د لارې امنيت خوندي کړي.

هغه وايي چې اوسمهال هم د لارې په اوږدو کې ځينې امنيتي پوستې شته او په تېرو څو ورځو کې يې د ځينو نظامي عملياتو پر مهال وسله وال مخالفين ځپلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((په زرمت ولسوالۍ کې عمليات په پلان کې لرو او د ګردېز ــ پکتيکا د لويې لارې لپاره پوليس هم منظورېږي او انشاالله له عملياتو او د دې منظورېدونکي ځواک سره به لاره بشپړه خلاصه او مصئون کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې په ۲۰۳ تندر قول اردو کې د سوېل ختيځ زون د واليانو په نظامي غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت ياد ولايت ته د غځېدلو لارو له امنيتي ستونزو شکايت کړی و.

د وحدت په خبره، دې ولايت ته يوه غځېدلې لويه لار د غزني په اندړ او بله هغه يې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې لري، چې دا ولايت يې د محاصرې په بڼه ساتلی او خلک يې په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي ويلي و: ((پکتيکا ته زميني لارې ډېرې امنيتي ستونزې لري، مجبور هوايي تګ راتګ وشي او معلومه ده چې هر څوک خو له هوايي لارې نه شي تلی، راتلی، زموږ ولايت محاصره دی، دې چارې موږ ته هم ګڼې ستونزې پېښې کړې او د ولايت د وروسته پاتې کېدو يو لامل هم دی، موږ ته بايد هر څه ژر يوه لاره په مصئون ډول خلاصه شي، چې خلک په ډاډه زړه تګ  راتګ پرې وکړی شي.))

دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم د ګردېز له خوا پکتيکا ته د غځېدلې لويې لارې په امن کېدو ټينګار کوي او وايي چې د ګردېز ــ زرمت د سړک د جوړېدو لپاره به ياده سيمه امن کړي.

کټوازي نن پژواک ته وويل چې زرمت د پکتيا يواځنۍ ډېره ناامنه ولسوالۍ ده، چې په دوه برخو له وېشل کېدو وروسته به يې امنيتي ستونزې کمې شي.

نوموړی وايي: ((زرمت موږ ته مهمه ده، د سړک پخېدو لپاره يې هم امنيت نيسو او د روحاني بابا ولسوالۍ فعالولو لپاره هم پلان لرو، په دې سيمه کې انشاالله ولسي ځواک هم جوړيږي؛ بل دا چې دا لاره پکتيکا ته هم نږدې ده او لکه څنګه چې له هغوی سره ژمنه شوې، چې يوه لاره به ورته امن کيږي، نو هغه به دا لاره وي.))

خلک د مسوولو چارواکو په دې خبره خوښ دي، خو وايي سره له دې چې ژمنه ور سره شوې وه، چې د پسرلي موسم له پيل سره به د سړک جوړېدو او د لارې د امنيت خوندي کولو کار پيل شي، خو په خبره يې تر اوسه عملا هېڅ هم نه دي شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.