ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان مرکز مهترلام کې چاودنې ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

د لغمان مرکز مهترلام کې چاودنې ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

author avatar
8 Jun 2018 - 20:17
د لغمان مرکز مهترلام کې چاودنې ۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
author avatar
8 Jun 2018 - 20:17

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۷) : د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوې چاودنې له امله دیوه دیني عالم په ګډون ۴ تنه وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

دلغمان د والي ویاند سرحدی ځواک دغبرګولي په ۱۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته پر موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکوله امله د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي کې د یونس چوک تر څنګ  شوې وه.

هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله د یو تن جید عالم مولوي محمد یونس شمه خیل په ګډون ۴ تنه وژأ شوي او ۱۳ تنه نور چې ټول ملکي وګړي يټپیان شوي چې پکې د مولوي شمه خیل  دوه زامن هم شامل دي.

دځواک په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې نوموړی عالم د جمعې له لمانځه څخه وروسته کور ته د تګ په حال کې و، چې د سړک په غاړه له چاودېدونکو توکو یو موټر سایکل ته پرې چاودنه ورکړل شوې ده.

د یو شمیرټپیانو روغتیایي حالت داندیښنې وړ و،  او د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوي او پاتې نور یې د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د لغمان والي محمد اصف ننګ په دغه تروریستي پېښې د ژور خفګان په څرګندولو سربېره د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او تر څنګ یې ټولو کشفي او امنیتي ارګانونو ته جدي لارښوونه کړې، چې یاده پېښه په جدیت او دقت سره وڅېړي.

ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.