مهترلام (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٧): يو تن ديني عالم له دوو نورو کسانو سره د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د سړک غاړې ماين دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په دوو بجو او ١٥ دقيقو د سلطان غازي بابا ښارګوټي د یونس چوک په سیمه کې رامنځته شوه.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې په دې چاودنه کې مولوي محمد یونس شمه خېل او ورسره دوه نور کسان وژل شوي دي.
تراوسه ددغې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن