شبرغان(پژواک،۱۸غبرګولى۹۷): د جوزجان ولايت امنيه قوماندان وايي چې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه کې له دواړو لوريو څخه ٢٤تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک اژانس ته وويل وويل چې تېره شپه يوولس بجې داعش وسله والو د درزاب ولسوالۍ په شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
ده وويل: ((جګړې د سهار تر درېيو بجو پورې دوام درلود چې په ترڅ کې يې ١١ داعش وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.))
دده په خبره ، چې په دې جګړه کې درې سيمه ييز پوليس او ملي پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې جګړه د تازه دمه امنيتي ځواکونو په رسېدو سره پاى ته ورسېده .
د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمه صدف وايي چې درزاب ولسوالۍ له څو کلونو راهيسې له بد حالت سره مخ ده .
هغه وايي: (( د تېرې شپې په جګړه کې چې داعشيان د ولسوالۍ ته نږدې رارسېدلي وو، څلور پوليس وژل شوي، يو داعش ژوند بيولى او يوه پوسته يې هم نيولې ده .))
نوموړې وايي چې نه يواځې داعشيان کمزوري شوي نه دي، بلکې ترمخکې منظم شوي او د درزاب خلک يې اندېښمن کړي دي.
خو د جوزجان امنيه قوماندان د پوستې سقوط ردوي او وايي چې داعش له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې کولو توان نه لري او د هغوى پرضد عمليات دوام لري .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن