فيض اباد (پژواک، ١٩ غبرګولی ٩٧): د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په فیض اباد ښار کې د نا مسووله کسانو تر منځ په جکړه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناءالله روحانی وويل، تېره ورځ نا مسووله کسانو د دغه ولايت په فیض اباد ښار کې جګړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه د پوليسو له لوري د یادې جګړې د لامل په اړه قوي څېړنې روانې دي او د دغه ولایت د امنیه قومانداني په دې اړه جدي څېړنې کوي او په دې پېښه کې یې یو شکمن کس نیول شوی دی.
هغه په یاده پېښه کې د وژل شوو کسانو شمېر دوه ښيي او د ټپیانو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.
خو د ملي امنيت یوه سرچينه وايي چې په یاده پېښه کې درې کسان ژل شوي او ۹ نور ټپیان دي، په ټپیانو کې یوه نجلۍ او د جرم ولسوالۍ دوه سیمه ییز پولیس هم شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن