ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر بڼوالو ټراکټورونه ووېشل شول

تخار کې پر بڼوالو ټراکټورونه ووېشل شول

author avatar
9 Jun 2018 - 16:00
تخار کې پر بڼوالو ټراکټورونه ووېشل شول
author avatar
9 Jun 2018 - 16:00

تالقان (پژواک، ١٩غبرګولى ٩٧): په تخار کې پر بڼوالو لس ټراکټورونه او دوه سوه د څانګو غوڅونې زينې و وېشل شوې.

په هغې غونډه کې چې د دغو توکو د وېش په موخه نن د غبرګولي په ١٥مه جوړه شوې وه، د تخار والي فضل الله مجددي او د دې ولایت څو نورو سیمه ییزو چارواکو په کې ګډون کړى و.

دغه توکي د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداۍ ملي برنامې له خوا پر بڼوالو و وېشل شول.

په دې غونډه کې د تخار د کرنې رییس محمد سالم ساعي وویل: ((د ډېرو او ښو مېوو د لاسته راوړلو لپاره نه شو کولاى چې په باغونو کې له لويو ټراکټورونو کار واخلو، نو ځکه کوښښ کوو چې دغه د بڼوالۍ واړه ټراکټورونه رواج کړو.))

د نوموړي په وينا، يادې موخې ته د رسېدو په خاطر نن د دې ولايت پر بڼوالو لس ټراکټورونه او دوه سوه د څانګو پرېکونې زينې و وېشل شوې.

ساعي زياتوي، د دې پروژې ټوليز لګښت څه کم څلور ميليونه افغانۍ کېږي چې يوه اندازه يې د خلکو له لوري هم ورکول شوى دى.

په دې غونډه کې د تخار والي فضل الله مجددي وویل چې په دې ولایت کې د کرنیز اقتصاد د ودې او کرنیزو محصولاتو د ډېرولو لپاره باید کرنه میکانیزه شي، تخمونه او نیالګي باید اصلاح شي، ترڅو له دې لارې په لږ وخت او کمه ځمکه کې ډېر حاصل لاسته راشي.

هغه په تخار کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د کرنې وزارت هلې ځلې وستایلې.

د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ يوه بڼوال فريدون پژواک ته وويل: ((موږ د دې ټراکټورونو له مرستې ډېر خوښ يو، ځکه پخوا به مو د دې لپاره غوايان ساتل چې موږ ته ډېر قېمت تمامېدل، خو اوس به مو کار ډېر اسانه او حاصلات به لوړ شي.))

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په تخار کې بڼوالو ته دغه ډول ټراکټورونه او زينې نه وې ورکړل شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.