ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايران ولسمشر له افغان سولې ملاتړ وکړ

د ايران ولسمشر له افغان سولې ملاتړ وکړ

author avatar
9 Jun 2018 - 17:31
د ايران ولسمشر له افغان سولې ملاتړ وکړ
author avatar
9 Jun 2018 - 17:31

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٧): د ايران ولسمشر وايي، د افغانستان د سولې په اړه د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د جنګ او وینې تویېدو مخه په کې نیول کېږي.

نوموړي دغه خبرې، نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د چین په چینګداو ښار کې د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره وکتل.

سرچينه کاږي، دواړو غاړو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا وغوښته او د نړیوال تروریزم او د نشه‌يي توکو د قاچاق سره یې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ او دا دواړه یې د ټولې سیمې، په ځانګړي ډول ایران او افغانستان ته ستر ګواښ وباله.

سرچينه زياتوي، دواړو جمهور رئیسانو د افغانستان او ایران تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، په دغه کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډې همکارۍ په پنځه ګونو کمېټو هم بحث وشو. دواړو غاړو د دغو کمېټو د فعالیتونو چټکتیا وغوښته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.