ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: شاولیکوټ کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي

سرچینه: شاولیکوټ کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي

author avatar
9 Jun 2018 - 17:01
سرچینه: شاولیکوټ کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي
author avatar
9 Jun 2018 - 17:01

کندهار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۷): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د وسله والو طالبانو په برید کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې شوې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ویاند ډګرمن خوجه یحيی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لسګونو وسله والو د شاولیکوټ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه برید کړی او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو په دې برید کې ۲۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان شوي او ۸ تنه نور نادرکه شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړه چې وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو شمېر یې معلوم نه دی.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د شاولیکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې یې د ملي اردو یوه قرارګاه نیولې او ۳۵ سرتېري یې وژلي دي.

هغه رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه راز ۶ سرتېري نیول شوي او د یو شمېر پوځي ګاډو په ګډون سپکې او درنې وسلې یې نیولي دي.

نوموړي په دې برید کې د ۵ طالبانو د وژل کېدو او ۲ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

خو د کندهار ولایت امنیتي ارګانونه د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې نه تاييدوي.

کندهار کې د هوا له ګرمېدو او روژې میاشتې له راتلو سره د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې ملکي وګړو ته هم په وار وار مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.