ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالحق شفق يو ځل بيا د فارياب والي وټاکل شو

عبدالحق شفق يو ځل بيا د فارياب والي وټاکل شو

author avatar
9 Jun 2018 - 10:45
عبدالحق شفق يو ځل بيا د فارياب والي وټاکل شو
author avatar
9 Jun 2018 - 10:45

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): عبدالحق شفق يو ځل بيا د فارياب د والي په توګه ټاکل شوى دى.

د سيمه ييزو ارګانونو په خبرپاڼه کې چې د غبرګولي په ١٩مه خپره شوې، راغلي چې عبدالحق شفق د دوى په وړانديز د فارياب د والي په توګه ټاکل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې ډېر ژر به نوموړى د دغه ولايت خلکو او مسوولينو ته ور وپېژندل شي.

عبدالحق شفق په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د سرپل د والي، په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې د سمنګان د والي،  ٢٠١٢ کال د فارياب د والي او په ٢٠١٣ کال کې د دايکنډي د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د يو شمېر ولايتونو واليان له دندو لرې شوي يا بدل شوي دي.

تېره اوونۍ د کونړ والي د غزني د والي په توګه او کونړ ته د هلمند پخوانى مرستيال والي د والي په توګه اعلان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.