هرات (پژواک، ١٩ غبرګولی ٩٧): د هرات ځايي چارواکو تایید کړې چې د دغه ولايت په زاول ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته د طالبانو برید کې لږ تر لږه ۱۷ سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد وويل چې تېره شپه طالبانو د زاول ولسوالۍ د عزیزاباد په سیمه کې د ملي اردو په امنیتي پوسته ډله ییز برید کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې په یاد برید کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي دی.
د فرهاد په خبره، په یاده نښته کې ۸ طالبان هم وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، طالبان له برید وروسته له سیمې تللي دي.
طالبانو هم یاده پېښه تایید ګړې خو په دې تړاو یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي.
دا پېښه وروسته له هغه رامنځ ته کېږي چې تېره ورځ هم ناپېژند وسله وال دغه ولسوالۍ ته نږدې په شينډنډ ولسوالۍ کې یوه جومات ته ننوتلي او یو شمېر لمونځ کوونکي یې په ډزو ويشلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن