ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې ۲۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي

کندوز کې ۲۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي

author avatar
9 Jun 2018 - 10:52
کندوز کې ۲۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي
author avatar
9 Jun 2018 - 10:52

کندوز (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ٢٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي امين الله ايدين د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قلعه ذال ولسوالۍ په کلوخ تېپه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

خو بل لور ته د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ٢٠ سيمه ييز پوليسو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل چې په وژل شوو کې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان نبي ګيچي ورور حميد ګيچي هم شامل دى.

د تيموري د معلوماتو له مخې، په ياده جګړه کې ٨ طالبان وژل شوي، نهه ټپيان دي او يو ټانګ يې هم له منځه تللى دى.

نوموړى وايي چې دا مهال په سيمه کې وضعيت ښه دى او امنيتي ځواکونه ور رسېدلي دي.

تيموري زياتوي چې د پېښې د څرنګوالي معلولو په موخه يو پلاوى هم سيمې ته استول شوى دى.

بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې شپږ پوستې نيولې دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د نيولو پر مهال ٢٥ امنيتي سرتېري وژل شوي، يو موټر ويجاړ شوى، اووه موټرسايکل، يو زيکو یو، يو هاوان، دوه پيکا، يو راکټ، ١٣ ميله کلاشينکوفونه او ځينې نورې وسلې او مهمات طالبانو ترلاسه کړي دي.

د يادونې ده، قلعه ذال د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کطږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.