میمنه (پژواک، ۲۰غبرګولی ۹۷): فاریاب کې سیمه ییز مسوولین وایي چې قیصار ولسوالۍ کې په وژنې تورن درې بندیان د درې پولیسو په وژلو سره له زندان څخه تښتېدلي او له طالبانو سره یوځای شوي دي.
د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ کې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار رامنځ ته شوې ده.
د هغه په خبره، درې کسان چې د دوو ځوانانو د وژنې په تور بندیان شوي وو، د قیصار امنیه قوماندانۍ د استخباراتو د آمر او دوه پولیس سرتېرو په وژلو سره د دې ولسوالۍ له زندان څخه تښتېدلي دي.
یادې سرچینې زیاته کړه، چې تورن کسان یوه میاشت وړاندې د فاریاب ولایتي شورا د غړي سید عبدالباقي کورنۍ د دوه شل کلنو ځوانانو د وژنې په تور بندیان شوي وو چې نن د یو افسر او دوه سرتېرو په وژلو سره له سیمې تښتېدلي او له طالبانو سره یوځاى شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د فاریاب ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي د بندیانو تېښته پلان شوی کار وباله او ویې ویل چې نوموړي څو ځله له سیمه ییزو چارواکو غوښتنه کړې وه چې د دې کورنۍ د غړو په وژنه تورن کسان دي میمنې ته ولېږدوي.
نوموړي زیاته کړه: ((یادو درې بندیانو نور جرمونه هم ترسره کړي دي، په مختلفو قضیو کې ښکېل دي او تېره شپه وروسته له هغه چې درې پولیس یې وژلي، د څو موټرسایکلونو په واسطه چې له څارخونې بهر چمتو شوي وو، تښتېدلي دي.))
کوهی
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن