زرنج(پژواک،۲۰غبرګولی۹۷): د نيمروز ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په زرنج ښار کې يې له شاوخوا ۵.۵ميليون پاکستانۍ کلدارو سره يو ځای د نشه يي توکو يو ستر قاچاقبر نيولی دی.
يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوی قاچاقبر شير اقا نومېږي او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
سرچينې زياته کړې چې نوموړی په زرنج ښار کې د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د پوليسو له خوا تر ډېر وخت تعقيب لاندې و او اوس نيول شوی دی.
د دغې امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو د زرنج ښار په يوه صرافۍ کې د نيول شوي کس ۵.۴ميليون پاکستانۍ کلدارې کنګل کړې دي.
د نوموړي کس د نيول کېدو دقيقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ويل شوي چې له نيول شوي کس څخه پلټنې روانې دي.
د يادونې ده چې نيمروز ولايت له کندهار، هلمند، فراه او هرات ولايتونو څخه ايران ته د نشه يي توکو د ټرانزيټ په لاره کې پروت دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن