ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ډاکټرانو د اوربند په خوښۍ د نيمه وړيا معايناتو اعلان وکړ

د ننګرهار ډاکټرانو د اوربند په خوښۍ د نيمه وړيا معايناتو اعلان وکړ

author avatar
10 Jun 2018 - 11:20
د ننګرهار ډاکټرانو د اوربند په خوښۍ د نيمه وړيا معايناتو اعلان وکړ
author avatar
10 Jun 2018 - 11:20

جلال اباد(پژواک،۲۰ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار ولايت د خصوصي روغتونونو او کتنځايونو مسوولينو د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د اوربند په خوښۍ دوه ورځنۍ د نيمه وړيا معايناتو اعلان وکړ.

دوی دغه پرېکړه تېره ورځ د ننګرهار د عامې روغتيا رياست کې د روغتيايي چارواکو،   خصوصي روغتونونو او کتنځايونو د مسوولينو او ډاکټرانو په ګډه غونډه کې کړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول انعام الله مياخېل د غبرګولي په ۲۰ مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغې ناستې پر مهال د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د خصوصي روغتونونو او کتنځايونو له مسوولينو وغوښتل چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي او د دوه طرف اوربند په خوښۍ کې دې له ناروغانو سره ځانګړې همکاري او تخفيف اعلان کړي.

کامه وال د خصوصي روغتونونو له مسوولينو وغوښتل، څو هېوادوالو لپاره د روژې په اووه ويشتمه او اته ويشتمه نېټه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر او بستر فيس وړيا، لابراتواري معاينات په نيمه بيه او درملو کې هم هېڅ ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول ګټه ونه کړي او په کمو پيسو يې پر هېوادوالو وپلوري.

کامه وال مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې بايد د ځانګړې مهال وېش له مخې په سمه توګه خدمات عرضه کړي او نوکريوالي مراعات شي.

د روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل وايي، د خصوصي روغتونونو مسوولينو د خپلو خبرو په ترڅ په ژمنه وکړه چې د عامې روغتيا ادارې له لوري په شوې پرېکړې به عمل کوي او د روژې مبارکې مياشتې په وروستيو او د اختر په ورځو کې به د خدماتو ښووالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، دوی د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د دوه طرفه اوربند په خوښۍ کې د روژې اووه ويشتمه او اته ويشتمه  دوه ورځې د ناروغانو فيس او بستر وړيا، معاينات نيمه وړيا او درملو پلور کې يې د ګټې نه کولو ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديه وايي،د هرې هغې کړنې ستاينه کوي چې خلک او په ځانګړې توګه مزدورې طبقې ته يې خېر رسيږي.

د دغې اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل پژواک ته وويل، د ډاکټرانو دا قرباني چې د روژې او اوربند له برکته يې خپلو خلکو ته ورکړه، د ستاينې ده او دا د دوی هغه اخلاص ګڼي، چې د خپلو خلکو پر وړاندې يې لري.

هغه غوښتنه وکړه چې د درملو شرکتونو مالکان او سوداګر دې هم په دغو ورځو کې درمل وړيا وکړي.

د يادونې ده چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوربند تر اعلان وروسته، وسله والو طالبانو هم پرون د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان کړى، خو بهرني ځواکونه يې ترې مستثنى کړي دي.

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه د اختر تر پنځمې نېټې پورې وسله والو طالبانو سره د اوربند اعلان کړى، خو داعش، القاعده او نورې نړيوالې ترهګرې ډلې يې ترې مستثنى کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.