د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچینه: په ارغنداب کې ۱۳ سرتېري وژل شوي

سرچینه: په ارغنداب کې ۱۳ سرتېري وژل شوي

Jun 10, 2018 - 12:55

کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۷): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د ناګهان سیمې د تانګړي درې په سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله والو د ارغنداب ولسوالۍ د تانګړي درې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه، د وسله والو له بریدونو سره هم مهاله سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې چې څو ساعته روانه وه.

دی وايي، په دې جګړه کې ۵ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

خو د دغې ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه بیا په دې جګړه کې د پولیسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښیي.

یادې شوې سرچینې پژواک ته وویل، په جګړه کې ۱۳ پولیس وژل شوي چې ۲ په کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندانان دي او دغه راز ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله وال طالبان وايي، د ارغنداب په جګړه کې یې ګڼ شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې یې د پولیسو یوه پوسته نیولې او ۱۷ سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.

هغه زیاتوي، د دوی د برید له پیل سره سیمې ته مرستندوی پولیس را روان وو چې دوی کمین ورته نیولی و او ۱۵ سرتېري یې وژلي دي.

خو امنیتي مسوولین د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې ردوي.

په کندهار کې د هوا له ګرمېدو سره د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

وړمه شپه د ارغنداب په ګاونډ شاولیکوټ ولسوالۍ کې هم وسله والو د ملي اردو پر یوې قرارګاه برید کړی وو چې په کې ۲۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي، ۱۰ تنه ټپيان شوي او ۸ تنه نور نادرکه شوي وو.

امنیتي مسوولین وايي، په دې جګړه کې تر ۶۰ وسله وال طالبانو هم د هوايي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement