کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۷): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د ناګهان سیمې د تانګړي درې په سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ناوخته وسله والو د ارغنداب ولسوالۍ د تانګړي درې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړه، د وسله والو له بریدونو سره هم مهاله سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او د دواړو لورو تر منځ جګړه شوې چې څو ساعته روانه وه.
دی وايي، په دې جګړه کې ۵ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ده په خبره، وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.
خو د دغې ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه بیا په دې جګړه کې د پولیسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښیي.
یادې شوې سرچینې پژواک ته وویل، په جګړه کې ۱۳ پولیس وژل شوي چې ۲ په کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندانان دي او دغه راز ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله وال طالبان وايي، د ارغنداب په جګړه کې یې ګڼ شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان سیمه کې یې د پولیسو یوه پوسته نیولې او ۱۷ سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.
هغه زیاتوي، د دوی د برید له پیل سره سیمې ته مرستندوی پولیس را روان وو چې دوی کمین ورته نیولی و او ۱۵ سرتېري یې وژلي دي.
خو امنیتي مسوولین د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې ردوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن