لښکرګاه-ښرنه(پژواک،٢٠غبرګولى٩٧): هلمند او پکتيکا ولايتونو کې د مدنې ټولنو غړو او عامو خلکو د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند په اړه د شوې پرېکړې ملاتړ وکړ.
د تېرې پنجشنبې په ورځ حکومت د اتو ورځو لپاره او پرون طالبانو د اختر د درېيو ورځو په جريان کې پر يو بل د بريد نه کولو او اوربند اعلان وکړ.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د غبرګولي په ٢٠مه د مدني ټولنو د غړو له لوري غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظر محمد رودي وويل چې د طالبانو او حکومت د اوربند له پرېکړې دوى ملاتړ کوي.
ده له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د دې محدودو ورځو پرځاى دې د ډېرو ورځو لپاره اوربند اعلان کړي، ترڅو د سولې لپاره زمينه برابره شي.
دغه راز د مدني ټولنې بل غړي عبدالغفار اسحاقزي وويل چې حکومت او طالبان دې د اوربند له امله د خلکو خوشحالي وګوري او بيا دې په همدې بنسټ د جګړې او سولې پرېکړه هم وکړي.
هغه زياته کړه: (( موږ ډېر خوشحاله يو، حکومت او طالبان دې نور دې اوږدې جګړۍ ته د همدې اوربند په اعلان سره د پاى ټکى کېږدي.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم د يو لاريون په ترڅ کې د طالبانو او حکومت له يادې پرېکړې ملاتړ اعلان شو.
په دې غونډه کې د لاريون يو تن تنظيمونکي علي محمد وويل چې وروسته له ډېرو کلونو به د لومړي ځل لپاره خلک په ارامه فضا کې اختر ولمانځي.
د هغه په خبره، که طالبان او حکومت سره يوځاى شي، بيا ټول به په يو غږ د بهرنيو د وتلو غوښتنه وکړي.
دغه راز بل لاريون کوونکي زيارمل وويل،افغانان نور له جګړو ستړي شوي او د سولې غوښتونکي دي چې دا اوربند بايد د سولې لپاره يوه پيلامه شي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر بنسټونو او شخصيتونو د حکومت او طالبانو د اوربند له پرېکړو ملاتړ کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن