ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې اووه پوليس وژل شوي

په جوزجان کې اووه پوليس وژل شوي

author avatar
11 Jun 2018 - 17:26
په جوزجان کې اووه پوليس وژل شوي
author avatar
11 Jun 2018 - 17:26

شبرغان(پژواک،۲۱غبرګولی۹۷): د جوزجان ځايي سرچينې وايي چې په شبرغان ښار کې پر يوې امنيتي پوستې د طالبانو په بريد کې اووه ملي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د جوزجان د والي مرستيال انجنير عبدالرحمن محمودي پژواک خبري اژانس ته وويل، نښته تېره نيمه شپه د شبرغان ښار په خواجه برهان کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې  يو شمېر طالبانو په ياد کلي کې پر امنيتي پوست ته بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې جګړې دوه ساعته دوام درلود چې بالاخره اووه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي،پوسته تر نن سهار پورې تشه وه چې د بېرته فعالولو لپاره يې تازه دمي ځواکونه ور استول شوي دي.

نوموړي وويل چې د پېښې د قربانيانو جسدونه نن سهار روغتون ته لېږدول شوي او نن غرمه يې کورنيو ته وسپارل شول .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه لنډ ټيلېفوني پيغام کې ويلي چې طالبانو تېره شپه د خواجه برخان سيمه کې د پوليسو يوه پوسته نيولې، اته دولتي سرتېري يې وژلي، يو رېنجر موټر، اته ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا، يو ميل راکټ، دوه موټر سايکلونه او يوه اندزه مهمات يې نيولي دي.

هغه په دې پيغام کې د يوه طالب د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

خو د جوزجان د والي مرستيال د خواجه برهان سيمې د امنيتي ځواکونو د تهجيزاتو په اړه وويل چې تر اوسه روښانه نه ده چې طالبانو د پوستې تجهيزات او د سرتېرو موټر بېولی او که يې سوځولی دی.

هغه وويل چې ددغې پېښې د څرنګوالي په اړه سيمې ته د پلټنې پلاوی استول شوی او د دوی  تر څېړنو وروسته به روښانه شي چې د پوستې د پوليسو وسلې او مهمات څه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.