جلال اباد (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٧) : د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پوهنې پر رياست ډله ييز بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د ښار ددويمې ناحيې اړونده د پوهنې پر رياست شوى دى.
هغه زياته کړه، لومړى يوه بريدګر ځانته چاودنه ورکړه او درېيو نورو له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه چې په لږه شېبه کې درې واړه ووژل شول.
د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې بل چاته زيان نه دى اوښتى.
نور جزييات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن