کابل(پژواک،۲۱غبرګولی۹۷): د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمې په يوه کور کې د چاودنې له امله يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي او ددغه ښار په شپږمه حوزه کې هم چاودنه شوې ده.
دغه خبره د کابل د ۱۰۱اسمايي زون قوماندانۍ سلاکار وياند حشمت ستانکزي وکړه او ويې ويل چې دغه کور په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰بجې د کابل ښار د زوراباد د لب جر سيمې د استوګنې په يوه کور کې شوې ده.
نوموړي وويل چې په دې اړه به نور جزييات وروسته په ډاګه کړي.
نوموړي دغه راز وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱:۰۰بجې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت مخې ته چاودنه شوې خو تر اوسه د چاودنې ډول نه دی معلوم.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن