ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د يوې احتمالي نوماندې خاوند د جعلي تذکرو په تور نيول شوی

هرات کې د يوې احتمالي نوماندې خاوند د جعلي تذکرو په تور نيول شوی

author avatar
11 Jun 2018 - 13:02
هرات کې د يوې احتمالي نوماندې خاوند د جعلي تذکرو په تور نيول شوی
author avatar
11 Jun 2018 - 13:02

 هرات(پژواک، ٢١غبرګولی٩٧): د هرات ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د یوې احتمالي نوماندې خاوند د جعلي پېژندپاڼو په تور نیول شوی دی.

 د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وایی چې دغه کس نن د ملي امنيت د ریاست له لوري له ۶۰۰ جعلي تذکرو، مهر  او د یاد ولایت د زنده جان ولسوالی د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له یو شمېر نورو غیرقانوني اسنادو سره نیول شوی دی.

 نوموړي د نیول شوي کس او مېرمنې په اړه يې چې د را روانو ټاکنو لپاره احتمالي نومانده ده څه ونه ويل؛ خو زياته یې کړه چې یاد کس یې له یو همکار سره یو ځای د هرات ولایت په اوومه ناحیه کې نیولی دی.

بل خوا د هرات د والي ویاند وویل چې د یادې پېښې تر څنګ د ملي امنیت ریاست هغه دوه کسان چې غوښتل یې په جعلي تذکرو سره نوم لیکنه وکړي نيولي دي.

 نوموړی وايي، د یادو دوو کسانو دوسیې  يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلې او له څېړنو وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.