لښکرګاه(پژواک،٢٠غبرګولى٩٧): وسله والو طالبانو هلمند کې د سيمه ييزو پوليسو د فاتحې پر مراسمو بريد کړى چې د ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه په کې ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ګرشک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د فاتحې پر مراسمو بريد کړى دى.
هغه وايي: (( د فاتحې دغه مراسم د سيمه ييزو پوليسو د پوستې قوماندان ميرولي په کور کې روان و چې بريد پرى شوى دى.))
دا په داسې حال کې ده چې قوماندان ميرولي هم درې ورځې وړاندې د طالبانو په يو بريد کې و وژل شو.
ځواک وايي چې په دې بريد کې څلور ملکي وګړي او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي او دوه بريد کوونکي وژل شوي دي.
خو د ګرشک امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک بيا پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې درې پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي او يو بريدکوونکى وژل شوى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې ګرشک د هلمند د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن