کندوز(پژواک،٢١غبرګولى٩٧): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د قلعه زال امنيه قوماندان څارمن صفدر حيدري د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د اق تېپې سيمې پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي چې پنځه يې د ملي اردو سرتېري او پاتې نور يې پوليس دي.
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي امين الله ايدين هم ياده پېښه او مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې طالبانو له دې سيمې څخه د امنيتي ځواکونو دوه ټانکونه هم بيولي دي.
همدارنګه د اق تېپې سيمې اوسېدونکي الله بيردي پژواک ته وويل: (( ټوله شپه جګړه وه، موږ چې له خلکو اورېدلي په دې پوسته کې ١٨ سرتېري وژل شوي دي.))
الله بيردي وايي چې دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده او طالبان تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې اق تېپه د قلعه زال ولسوالۍ د نا امنو سيمو له ډلې څخه ده چې په تېرو څو مياشتو کې څو ځلې د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن