ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکو د اوربند مودې د غځېدو غوښتنه وکړه

د پکتيا اوسېدونکو د اوربند مودې د غځېدو غوښتنه وکړه

author avatar
12 Jun 2018 - 15:49
د پکتيا اوسېدونکو د اوربند مودې د غځېدو غوښتنه وکړه
author avatar
12 Jun 2018 - 15:49

ګردېز(پژواک،٢٢غبرګولى٩٧): د پکتيا اوسېدونکي، ځوانان، مشران او مېرمنې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ شوی اوربند د سولې د خبرو لپاره مثبت ګام بولي او له دواړو خواوو غواړي چې د اوربند موده وغځوي.

دوی ټينګار کوي چې دواړه غاړې دې د ښه نيت څرګندولو او د خبرو د پيل لپاره د باور د لا روښانه فضا رامنځته کولو په موخه ځينې نور مثبت ګامونه هم پورته کړي.

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی ارين خان، شوی اوربند هيله بښونکی بولي او وايي چې بايد يواځې په څو ورځني ډزبنديز بسنه ونه شي او له فرصته په ګټه اخيستو دې د اوږدمهاله او دايمي حل لپاره چټک ګامونه واخیستل شي.

خان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ بايد يواځې په دې قناعت ونه کړو، چې فقط درې ورځې دوی اوربند اعلان کړ او له هغه وروسته ختمه شوه، بايد د همېش لپاره وي، طالبانو ته موږ بيا هم هرکلی وايو او د دې اعلان ملاتړ يې کوو.))

قومي مخور حاجي عبدالله وايي چې افغانان له جګړو ډېر ستړي شوي او هغه خلک د افغانانو رښتيني ملاتړي او خواخوږي دي چې د سولې او ثبات پر لاره ګام اخلي.

عبدالله وويل چې وسله والو طالبان دې هم د ورته پرېکړو له لارې په مهمو پرېکړو کې د خپلې خپلواکۍ پر لور ګامونه واخلي او د جګړې د زياتولو پر ځای دې د اوربند په ښه مراعات خپل ځواک وښيي.

نوموړي زياته کړه: ((دا ډېر ښه اقدام دی، په دې اوربند موږ ډېر زيات خوشحاله يو، په هره هغه پېښه ډېر خواشيني کيږو چې بې ګناه خلک په کې شهيدان او يا زخميان کیږي؛ موږ له دواړو خواوو مننه کوو چې په اوربند يې اتفاق کړی، دا وخت بايد نور هم زيات او دوامداره شي.))

د ګردېز اوسېدونکې زرغونې پژواک ته وويل چې د جګړې او تاوتريخوالي ډېر زيان نجونو او مېرمنو ته رسيږي او د ولسمشر غني له خوا د اوربند اعلان او د طالبانو له خوا يې منل خلک خوشحاله او سولې ته هيله من کړي دي.

زرغونه د اوربند د مودې غځېدو غوښتنه کوي او له ولسمشر غني، طالب چارواکو او سياسي ګوندونو غواړي چې د اوربند غځېدو او د سولې ټينګښت ته جدي کار وکړي.

دا وايي: ((په جنګ کې د ښځې مېړه او زوی مري، د نجونو پلرونه، وروڼه او نامزدان په کې مري، جنګ موږ ټول تباه کړي يو. زموږ ټول عمر په دې جنګونو، خواريو او مسافريو کې تېر شو، که اوس هم جنګ بنديږي ډېره د خوشحالۍ خبره ده.))

دغه راز مدني فعال محمد عيسی وايي چې حکومت بايد طالبان مشرانو او طالبان، حکومتي چارواکو ته د اختر مبارکي او سولې پيغامونه ولېږي، د سولې د رسمي خبرو د پيل لپاره دې مصلح ديني عالمان او مشران سره کېنوي.

ده وويل چې دواړه لوري دې د اختر په مناسبت ځينې هغه زندانيان، چې ډېر خطرناک او لوی نه وي، ازاد کړي او د دوستانه او باوري فضا رامنځته کولو لپاره دې دواړه خواوې ورته ځينې نورې چارې تر سره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.