ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته ورسېد

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته ورسېد

author avatar
12 Jun 2018 - 12:00
د پاکستان د پوځ مشر کابل ته ورسېد
author avatar
12 Jun 2018 - 12:00

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٧) : د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته را ورسېد.

د افغانستان د حکومت يوې سرچينې د غبرګولي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه نن تر غرمې مخکې کابل ته په يوه ورځني سفر رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړه، هغه به د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

له اسلام اباد څخه کابل ته د جنرال باجوه دروانېدو پر مهال د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې هغه د افغان ولسمشر په رسمي بلنه کابل ته روان شوى او هلته به له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

د هغه په وينا، پاکستان هيله لري چې د افغانستان حکومت، امريکا او ناټو په دغه هېواد کې د سولې په راوستلوکې بريالي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.