د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا اوسېدونکو د اوربند مودې د غځېدو غوښتنه وکړه

د پکتيا اوسېدونکو د اوربند مودې د غځېدو غوښتنه وکړه

Jun 12, 2018 - 15:49

ګردېز(پژواک،٢٢غبرګولى٩٧): د پکتيا اوسېدونکي، ځوانان، مشران او مېرمنې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ شوی اوربند د سولې د خبرو لپاره مثبت ګام بولي او له دواړو خواوو غواړي چې د اوربند موده وغځوي.

دوی ټينګار کوي چې دواړه غاړې دې د ښه نيت څرګندولو او د خبرو د پيل لپاره د باور د لا روښانه فضا رامنځته کولو په موخه ځينې نور مثبت ګامونه هم پورته کړي.

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی ارين خان، شوی اوربند هيله بښونکی بولي او وايي چې بايد يواځې په څو ورځني ډزبنديز بسنه ونه شي او له فرصته په ګټه اخيستو دې د اوږدمهاله او دايمي حل لپاره چټک ګامونه واخیستل شي.

خان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ بايد يواځې په دې قناعت ونه کړو، چې فقط درې ورځې دوی اوربند اعلان کړ او له هغه وروسته ختمه شوه، بايد د همېش لپاره وي، طالبانو ته موږ بيا هم هرکلی وايو او د دې اعلان ملاتړ يې کوو.))

قومي مخور حاجي عبدالله وايي چې افغانان له جګړو ډېر ستړي شوي او هغه خلک د افغانانو رښتيني ملاتړي او خواخوږي دي چې د سولې او ثبات پر لاره ګام اخلي.

عبدالله وويل چې وسله والو طالبان دې هم د ورته پرېکړو له لارې په مهمو پرېکړو کې د خپلې خپلواکۍ پر لور ګامونه واخلي او د جګړې د زياتولو پر ځای دې د اوربند په ښه مراعات خپل ځواک وښيي.

نوموړي زياته کړه: ((دا ډېر ښه اقدام دی، په دې اوربند موږ ډېر زيات خوشحاله يو، په هره هغه پېښه ډېر خواشيني کيږو چې بې ګناه خلک په کې شهيدان او يا زخميان کیږي؛ موږ له دواړو خواوو مننه کوو چې په اوربند يې اتفاق کړی، دا وخت بايد نور هم زيات او دوامداره شي.))

د ګردېز اوسېدونکې زرغونې پژواک ته وويل چې د جګړې او تاوتريخوالي ډېر زيان نجونو او مېرمنو ته رسيږي او د ولسمشر غني له خوا د اوربند اعلان او د طالبانو له خوا يې منل خلک خوشحاله او سولې ته هيله من کړي دي.

زرغونه د اوربند د مودې غځېدو غوښتنه کوي او له ولسمشر غني، طالب چارواکو او سياسي ګوندونو غواړي چې د اوربند غځېدو او د سولې ټينګښت ته جدي کار وکړي.

دا وايي: ((په جنګ کې د ښځې مېړه او زوی مري، د نجونو پلرونه، وروڼه او نامزدان په کې مري، جنګ موږ ټول تباه کړي يو. زموږ ټول عمر په دې جنګونو، خواريو او مسافريو کې تېر شو، که اوس هم جنګ بنديږي ډېره د خوشحالۍ خبره ده.))

دغه راز مدني فعال محمد عيسی وايي چې حکومت بايد طالبان مشرانو او طالبان، حکومتي چارواکو ته د اختر مبارکي او سولې پيغامونه ولېږي، د سولې د رسمي خبرو د پيل لپاره دې مصلح ديني عالمان او مشران سره کېنوي.

ده وويل چې دواړه لوري دې د اختر په مناسبت ځينې هغه زندانيان، چې ډېر خطرناک او لوی نه وي، ازاد کړي او د دوستانه او باوري فضا رامنځته کولو لپاره دې دواړه خواوې ورته ځينې نورې چارې تر سره کړي.

عيسی ټينګار کوي چې حکومت او طالبان بايد اوربند په ښه ډول مراعت او حساسو شرايطو ته په کتو هغو کسانو او کړيو ته ځير واوسئ چې غواړي په ناوړه کړنو، چاودنو يا جګړو اوربند ته ګواښ پېښ کړي.

ده وويل: ((باور وکړئ چې زه ډېر زيات خوشحاله يم، پر ما ډېرې خوشحالۍ راغلې، خو دومره نه يم خوشحاله شوې لکه په دې اوربند باندې؛ خدای دې وکړي چې دا اوربند په افغانستان کې دايمي او تلپاتې اوربند شي او له دې لارې د سولې خبرې وشي او سوله راشي.))

د يادونې ده چې د ولسمشر غني له خوا د اوربند اعلان په کور د ننه او بهر د ډېرو هېوادونو او ډلو هرکلی او ملاتړ تر لاسه کړی او جمهور رييس غني او ځينو طالب مشرانو د شوي اوربند غځولو او د روانې ستونزې سياسي حل ته هيله څرګنده کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan