ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د برېښنا پرچاوي زياته شوې

ننګرهار کې د برېښنا پرچاوي زياته شوې

author avatar
12 Jun 2018 - 13:48
ننګرهار کې د برېښنا پرچاوي زياته شوې
author avatar
12 Jun 2018 - 13:48

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۷): د ننګرهار د برېښنا نوی رييس وايي چې په دغه ولايت کې له خپل ظرفيت څخه د برېښنا د دوه برابره ډېر وېش له امله پرچاوي زياته شوې ده.

د برېښنا نوي رييس چې شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې په دغه دنده ګومارل شوی، د غبرګولي په ۲۲مه د يو خبري کنفرانس پرمهال په دغه ولايت کې د برېښنا ستونزو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

هغه زياته کړه،د ننګرهار لپاره دوه ټرانسفرمرونه منظور شوي وو؛ خو هغه مهال چې برېښنا تر هغه ظرفيت ډېره ووېشل شوه، بل ټرانسفرمر د پرچاوۍ د کنټرول لپاره منظور شو؛ خو بيا هم د وخت مسوولينو نوره برېښنا ووېشله او ستونزه پرځای پاتې شوه.

دی وايي، څلورم ټرانسفرمر هم د همدغې ستونزې د حل لپاره منظور شوی، کارونه يې تر ډېره خلاص دي او راتلونکې يوې مېاشت کې به ترې ګټه اخيستنه پيل شي.

عابد وويل، له ياد ټرانسفرمر هم ځينو ساحو ته برېښنا ورکړل شوې؛ خو دی هڅه کوي چې د برېښنا د وېش لړۍ پرځای شته مشتريانو ته د برېښنا د پرچاوۍ منظم سيسټم رامنځته او خلکو ته اسانتيا پيدا کړي.

که څه هم شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې د برېښنا پخواني رييس امېد صباح د نوي ټرانسفرمر د کارونو د پای ته رسېدو خبره کړې وه او دوه اوونۍ يې ترې د ګټې اخيستنې لپاره وخت ورکړی و؛ خو نوی رييس وايي، لا هم يوه مياشت وخت غواړي چې له دغه ټرانسفرمره ګټه پورته کړي.

د اکرام الله عابد په خبره، د نوي ټرانسفرمر له فعاليت سره به دلته موجوده برېښنا ۷۵ مېګاواټه ته پورته شي؛ خو وايي دغه برېښنا لا هم د جلال اباد ښار او نږدې سيمو لپاره بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((دا يو لوی ولايت او ښار دی، تجارتي ساحې هم ډېرې لري، کومه سروې چې شوې ده د جلال اباد ښار لپاره ۱۷۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا ده .))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.