کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولی ٩٧): د روان کال په جریان کې د عامې روغتیا وزارت د کنګو د تبې ۷۵ پېښې ثبت کړې دي چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېره شوې، د یادو ۷۵ کسانو له ډلې ۱۴ کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کنګو تبه "وینه بهوونکې تبه" د انسانانو او حیواناتو شریکه ويروسي ناروغي ده چې د وينې، ناروغو حشراتو او له ناروغ سره د هر ډول اړيکې له لارې انتقالېږي.
روغتيایي متخصصين له خلکو غواړي چې د نوموړې تبې د نښو له ښکاره کېدو وروسته دې په مناسب وخت کې د یادې ناروغۍ د درملنې مرکزونو ته لاړ شي؛ ځکه دا مرض په لومړیو مرحلو کې د درملنې وړ دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتو د څانګې غړي ډاکترمحمد سلیم سها پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې د کنګو د تبې ۲۸ پېښې په هرات، ۸ پېښې په کابل، ۶ پېښې په فاریاب، ۶ پېښې په بلخ او پاتې ۲۷ پېښې د هېواد په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د هغه په خبره، څلور کسانو په هرات، یو کس په کابل، دوه کسانو په فاریاب او دوه کسان په بلخ کې د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه له جزيیاتو پرته وویل چې ۵ نور کسان د هېواد په نورو ولایتونو کې د کنګو د تبې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي دکره شمېرې له ویلو پرته زیاته کړه، د کنګو د ناروغانو دا ثبت شوی شمېر د تېرکال د همدې مودې پر پرتله ډېر شوی دی.
د ډاکتر سها د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۶ کال کې په ټولیز ډول په افغانستان کې د کنګو د ناروغۍ ۲۴۴ پېښې ثبت شوې وې.
نوموړي وویل چې تېر کال د ۲۴۴ کسانو له ډلې ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او ۹۰ پېښې يې د کابل او هرات په ولایتونو کې رامنځ ته شوې وې.
هغه له ۱۳۹۶ څخه د مخکې کلونو شمېر ونه ښود؛ خو د خبرونو په اساس په ۱۳۹۵ کال په هېواد کې ۱۶۶ پېښې ثبت شوې وې چې ۱۷ کسان یې وژلي وو.
پژواک،په ۱۳۹۴ کال کې د یادې ناروغۍ کره اندازه ترلاسه نه کړه؛ خو د خبرونو پر اساس په ۱۳۹۲ کال کې د کنګو مرض ۱۸ پېښې او په ۱۳۹۳ کال کې ۶ پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د یادې ناروغۍ لومړنۍ پېښه په ۱۳۹۲ کال کې په افغانستان کې ثبت شوې ده.
ثبت شوې شمېرې ښيي چې یاده ناروغي په افغانستان کې د زياتېدو په حال کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن