د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: که د ګردېز ناوړه امنيتي وضعيت دوام وکړي لاريونونه کوو

خلک: که د ګردېز ناوړه امنيتي وضعيت دوام وکړي لاريونونه کوو

Jun 13, 2018 - 17:30

ګردېز (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٧): د ګردېز اوسېدونکي د دې ښار او شاوخوا سيمو ناوړه امنيتي حالت اندېښمن کړي او وايي، که د وسله والو طالبانو د تخريبي فعاليتونو او وسله والو غلاوو مخه ونه نيول شي، لاريونونه به وکړي او د ولايت او نورې لويې لارې به وتړي.

دوی دا شکايت داسې مهال کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګردېز اړوند بېلابېلو سيمو کې درې امنيتي پوستې سقوط شوې، څو تنه په ښار کې په هدفي وژنو کې په نښه شوي او وسله وال غله په لارو کې خلک لوټي.

دوی د امنيتي اندېښنو د زياتېدو په لړ کې، پرون (سه شنبه) د امنيه قومانداني او اړوندو امنيتي ارګانونو له خوا د ښار په منځ کې د ملي امنيت رياست تر څنګ په عمومي پاخه سړک کې د خندق کېندل او د لويې لارې بندولو سخت غوسه کړي او وايي، چې که ياده لاره ژر بېرته خلاصه نه شي، نو نورې عمومي لارې به هم بندې کړي.

د باغکها سيمې اوسېدونکی اصف مخلص وايي، په ياده لويه لار هره ورځ زرګونه خلک تګ راتګ کوي او د دې لارې د تړل کېدو له امله خلک اړ دي چې په خامو لارو کې له ډېر واټن وهلو وروسته ښار ته داخل شي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ادارو له خوا د لويو لارو بندول نه يواځې د امنيتي حالت په ښه کېدو کې مرسته نه کوي، بلکې په دې ادارو د خلکو باور ته زيان اړوي.

نوموړی وايي: ((پاخه سړک کې يې جر وباسه، اوس که خلک ښار ته داخليږي، نو په خامه کې به په خاورو او ګردونو کې يوه ګېنټه مزل کوي او د رباط له لارې به ښار ته داخليږي چې هلته ځينې وخت طالبان هم ولاړ وي، يعنې دوی په لوی لاس خلک د وسله والو په لاس کې ورکوي. په خامه لاره کې په دې ګرمي کې تګ راتګ څومره سخت دی او بيا د پوخ سړک په شتون کې ولې خلک خام سړک ته مجبور شي؟))

د توتاخېل مېنې اوسېدونکی قومي مخور حاجي ميراجان وايي، خلک د لويې لارې په تړل کېدو پارېدلي او په خبره يې که ياده لاره بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصه نه شي، نو لاريونونه به وکړي.

نوموړى امنيتي چارواکي په بې کفايتي تورنوي او وايي چې د چارواکو د ناغېړۍ له امله هره ورځ په شاوخوا سيمو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.

دی زياتوي: ((چې نظامداري کولی نه شي، خو پرې دې يې ږدي. له دې جر نه اخوا زرګونه خلک اوسېږي، دا خو دا معنا چې هغه دې ولس نه دی او ټول دې مخالف ته ور پرېښودل، امنيتي چارواکو سره دومره نامردي ډېره بده ښکاري، له دې نه دا ښه ده چې خپله دريشي وباسي او استعفا ورکړي.))

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی بخت جمال وايي، د لويو لارو له تړلو سره پر عامو خلکو سربېره امنيتي ځواکونه هم له ستونزو سره مخامخ او په خطرناک حالت کې ورته لاسرسی ستونزمن کېږي.

ده وويل: ((د امنيه قوماندان او د امنيت د امر د فسادونو او بې کفايتۍ له امله خو په پوستو هر وخت بريدونه کېږي، نو که د خندق نه په دې خوا پوستو بريدونه وشي، دوی به څنګه رسيدګي کوي او څنګه به مرسته رسوي؟ که هاغسې په ملکنډ راتاويږي، نو سړه توده خو به تېره وي. که له والي يا قوماندان سره د خلکو فکر واى، نو له بلې لارې به يې کار اخيستی و او عمومي لاره به يې نه بندوله.))

خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، دا فرعي لار ده او د ځينو امنيتي ملحوظاتو پر اساس يې تړلې ده.

ده زياته کړه، ياده لاره يې د خلکو د امنيت د خوندي کولو لپاره تړلې او د امنيتي ځواکونو کمزوري نه ښيي.

دی وايي: ((ځينې وخت بېړنی حالت راځي، تاسو خپله شاهدان ياست چې دې وختونو کې د جنګ شدت زيات شوی دی؛ نو د دې په خاطر چې زموږ ولس له خطر نه بچ وي، نو موږ همدا کار کړی او هغه لاره مو بنده کړې چې په نوي ښاري پلان کې په دې ځای کې هېڅ عمومي لاره شته نه، خير خلکو دې يو پنځوس متره زيات سفر کړی وي، خو په دې کار مو د مرګ له خطره بچ کړي.))

دا د امنيه قومانداني مخې ته د کابل ــ ګردېز د لويې لارې د ۴۰۲ سرحدي لوا څېرمه عمومي سړک د ولايت مقام د مخې عمومي لارې او استيناف محکمې مخې ته د عمومي تړل شوې لويې لارې په ګډون پنځمه لويه لار شوه چې د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې بنديږي.

د يادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې د ګردېز شاوخوا پر درې امنيتي پوستو سربېره درې پوستې په زرمت او دوه نورې په احمدابا ولسوالۍ کې سقوط شوې، چې ګڼو امنيتي سرتېرو ته په کې تلفات اوښتي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement