ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: که د ګردېز ناوړه امنيتي وضعيت دوام وکړي لاريونونه کوو

خلک: که د ګردېز ناوړه امنيتي وضعيت دوام وکړي لاريونونه کوو

author avatar
13 Jun 2018 - 17:30
خلک: که د ګردېز ناوړه امنيتي وضعيت دوام وکړي لاريونونه کوو
author avatar
13 Jun 2018 - 17:30

ګردېز (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٧): د ګردېز اوسېدونکي د دې ښار او شاوخوا سيمو ناوړه امنيتي حالت اندېښمن کړي او وايي، که د وسله والو طالبانو د تخريبي فعاليتونو او وسله والو غلاوو مخه ونه نيول شي، لاريونونه به وکړي او د ولايت او نورې لويې لارې به وتړي.

دوی دا شکايت داسې مهال کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د ګردېز اړوند بېلابېلو سيمو کې درې امنيتي پوستې سقوط شوې، څو تنه په ښار کې په هدفي وژنو کې په نښه شوي او وسله وال غله په لارو کې خلک لوټي.

دوی د امنيتي اندېښنو د زياتېدو په لړ کې، پرون (سه شنبه) د امنيه قومانداني او اړوندو امنيتي ارګانونو له خوا د ښار په منځ کې د ملي امنيت رياست تر څنګ په عمومي پاخه سړک کې د خندق کېندل او د لويې لارې بندولو سخت غوسه کړي او وايي، چې که ياده لاره ژر بېرته خلاصه نه شي، نو نورې عمومي لارې به هم بندې کړي.

د باغکها سيمې اوسېدونکی اصف مخلص وايي، په ياده لويه لار هره ورځ زرګونه خلک تګ راتګ کوي او د دې لارې د تړل کېدو له امله خلک اړ دي چې په خامو لارو کې له ډېر واټن وهلو وروسته ښار ته داخل شي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ادارو له خوا د لويو لارو بندول نه يواځې د امنيتي حالت په ښه کېدو کې مرسته نه کوي، بلکې په دې ادارو د خلکو باور ته زيان اړوي.

نوموړی وايي: ((پاخه سړک کې يې جر وباسه، اوس که خلک ښار ته داخليږي، نو په خامه کې به په خاورو او ګردونو کې يوه ګېنټه مزل کوي او د رباط له لارې به ښار ته داخليږي چې هلته ځينې وخت طالبان هم ولاړ وي، يعنې دوی په لوی لاس خلک د وسله والو په لاس کې ورکوي. په خامه لاره کې په دې ګرمي کې تګ راتګ څومره سخت دی او بيا د پوخ سړک په شتون کې ولې خلک خام سړک ته مجبور شي؟))

د توتاخېل مېنې اوسېدونکی قومي مخور حاجي ميراجان وايي، خلک د لويې لارې په تړل کېدو پارېدلي او په خبره يې که ياده لاره بېرته د تګ راتګ لپاره خلاصه نه شي، نو لاريونونه به وکړي.

نوموړى امنيتي چارواکي په بې کفايتي تورنوي او وايي چې د چارواکو د ناغېړۍ له امله هره ورځ په شاوخوا سيمو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړي.

دی زياتوي: ((چې نظامداري کولی نه شي، خو پرې دې يې ږدي. له دې جر نه اخوا زرګونه خلک اوسېږي، دا خو دا معنا چې هغه دې ولس نه دی او ټول دې مخالف ته ور پرېښودل، امنيتي چارواکو سره دومره نامردي ډېره بده ښکاري، له دې نه دا ښه ده چې خپله دريشي وباسي او استعفا ورکړي.))

د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی بخت جمال وايي، د لويو لارو له تړلو سره پر عامو خلکو سربېره امنيتي ځواکونه هم له ستونزو سره مخامخ او په خطرناک حالت کې ورته لاسرسی ستونزمن کېږي.

ده وويل: ((د امنيه قوماندان او د امنيت د امر د فسادونو او بې کفايتۍ له امله خو په پوستو هر وخت بريدونه کېږي، نو که د خندق نه په دې خوا پوستو بريدونه وشي، دوی به څنګه رسيدګي کوي او څنګه به مرسته رسوي؟ که هاغسې په ملکنډ راتاويږي، نو سړه توده خو به تېره وي. که له والي يا قوماندان سره د خلکو فکر واى، نو له بلې لارې به يې کار اخيستی و او عمومي لاره به يې نه بندوله.))

خو د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، دا فرعي لار ده او د ځينو امنيتي ملحوظاتو پر اساس يې تړلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.