ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ځينې غړي: د غزني ټاکنيزه ستونزه بايد حل شي

د ولسي جرګې ځينې غړي: د غزني ټاکنيزه ستونزه بايد حل شي

author avatar
13 Jun 2018 - 16:01
د ولسي جرګې ځينې غړي: د غزني ټاکنيزه ستونزه بايد حل شي
author avatar
13 Jun 2018 - 16:01

کابل(پژواک، ۲۳غبرګولی۹۷): د ولسي جرګې ځينې غړي په غزني کې د ټاکنو کمېسيون ددفتر پر نه پرانېستل کېدو د نيوکې تر څنګ، ددغې ستونزې د حل کېدو غوښتنه وکړه، خو کمېسيون وايي چې حکومت تر دوو ورځو پورې دغه ستونزه حل کوي.

د غزني يو شمېر اوسېدونکي له شاوخوا ۵۰ ورځو راهيسې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته د پرلت خېمه درولې او دغه دفتر ته د کار اجازه نه ورکوي.

هغوی وايي چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د نا امنيو له امله د ياد ولايت د زياتره ولسواليو ډېر خلک د ولسي جرګې په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شول.

د هغوی په وينا، ټاکنيزې حوزې دې وړې شي څو په جرګه کې د هرې سيمې خلک استازی ولري.

په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر په داسې حال کې بند دی او هېڅوک نه دي توانېدلي چې خپل نومونه ثبت کړي، چې پرون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چې د تلې په ۲۸مه ترسره کېږي، د نوماندانو د نوم ليکنې بهير ختم شوی، خو ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ته هېڅوک نه دي نوماند شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې،ددغه ولايت په مرکز کې له ۵۰زره ډېرو کسانو په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ليکلي، خو په ولسواليو کې چا نوم ليکنه نه ده کړې، ځکه ولسواليو ته لازم مواد نه دي لېږدول شوي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې پر يادې موضوع بحث وشو.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقيوم سجادي وويل:"  له ټاکنو سره غير اصولي چلند او د خلکو برمته کول به د ټاکنو پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړي."

نوموړي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په حکومت کې ځينې کړۍ له ټاکنو څخه د غزني د خلکو د بې برخې کولو سياست خپل کړی دی.

هغه ادعا وکړه چې حکومت ددې پرځای چې د ټاکنو لپاره زمينه برابره کړي او خلک په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي، په دغه ولايت کې يې د ټاکنو پروسه برمته کړې، چې دا کار د اساسي قانون او ټاکنو قانون خلاف دی.

هغه زياته کړه چې څو ورځې وړاندې، ياد ولايت ته د ټاکنو کمېسيون يو پلاوی تللی و، خو ستونزه يې حل نه کړای شوه او ويې ويل چې موضوع حکومت ته وړاندې کوي.

د ولسي جرګې بل غړي علي اکبر قاسمي وويل:" يو شمېر کسان د قوم په نامه راغلي او د ټاکنو کمېسيون دروازه يې بنده کړې څو دوی خپلو نا روا او غير قانوني غوښتنو ته ورسېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.