ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښار او کور جوړولو وزير استعفا وکړه

د ښار او کور جوړولو وزير استعفا وکړه

author avatar
13 Jun 2018 - 16:15
د ښار او کور جوړولو وزير استعفا وکړه
author avatar
13 Jun 2018 - 16:15

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٧): د افغانستان د ښارجوړولو وزير او د دغه وزارت د څلورو مرستيالانو استعفاګانې منل شوي او څلور نوي مرستيالان پر دندو ګومارل شوي دي.

د ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري، نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پر دغې څوکۍ له درې کاله او دوو مياشتو کار کولو وروسته يې له دندې استعفا ورکړه او ولسمشر يې استعفا ومنله.

هغه زياته کړه چې ده د ورپېښې ناروغۍ له امله له دندې استعفا ورکړې، خو ژمن دى چې دولت سره به همکاري لري.

د نوموړي په وينا، له دندې د ده د استعفا ورکول، په داسې حال کې دي چې د دغه وزارت د ساختماني چارو معين امرالدين سالک، د ښار جوړولو مرستيال محمد اکبر احمدي، د مالي او اداري چارو مرستيال حامد جليل او د مسکن د چارو سرپرست مرستيال اجمل شمس هم له دندو استعفا ورکړې او په يو وخت کې د ده او د يادو مرستيالانو د استعفا په اړه ځينې شايعات خپاره شوي چې حقيقت نه لري.

ده د دغو شايعاتو په اړه جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې امرالدين سالک د ورپېښې ناروغۍ له امله له دندې استعفا کړې، احمدي له تېرو دوو کلونو راهيسې له خپل بست څخه د استعفا غوښتونکى و، حامد جليل د ماسټرۍ زده کړو د ويلو لپاره بهر ته د تللو له امله او اجمل شمس چې له يو کال راهيسې سرپرست و، استعفا ورکړې ده.

نادري وايي چې روشان ولسمل د ښار جوړولو د مرستيال او د دغه وزارت د سرپرست، نسيم خليق د تخنيکي چارو، ګل احمد کوهستاني د مسکن چارو او همايون فيض د تصديو او پاليسۍ د چارو د مرستيال په توګه معرفي شوي دي.

هغه په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې د دغه وزارت لاسته راوړنې هم يادې کړې او ويې ويل چې په دغه وزارت کې يې د يوې صادقې کاري ډلې په رامنځته کولو سره د راتلونکې لپاره يوه روښانه لاره پر ځاى پرېښوده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.