ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د ملي اردو  ١٨سرتېري وژل شوي

په بدخشان کې د ملي اردو ١٨سرتېري وژل شوي

author avatar
13 Jun 2018 - 17:34
په بدخشان کې د ملي اردو  ١٨سرتېري وژل شوي
author avatar
13 Jun 2018 - 17:34

فیض اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۹۷): بدخشان کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د طالبانو د ډله ییز برید په ترڅ کې، یوه امنیتي پوسته سقوط شوې چې د ملي اردو ۱۸ سرتېري په کې وژل شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وویل، دا مرګ ژوبله هغه  وخت  رامنځ ته شوه چې تېره شپه وسلوالو ‌طالبانو په ډله ییزه توګه د جرم ولسوالۍ په شیخ ولول سیمې کې د ملي اردو پر یوه پوسته ډله ییز برید وکړ.

سرچینې زیاته کړه چې د دې ډله ییز بريد په پایله کې د ملي اردو یو پوسته  د مخالفینو په لاس سقوط او د ملي اردو ۱۸ سرتېري په کې ووژل شول  او پوسته کې موجود ټول امکانات د طالبانو له لوري وړل شوي دي.

یاد سیمه ییز چارواکي وویل چې د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته کې، ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي چې بهرني وګړي هم په کې شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، پوسته تر نن سهاره د مخالفینو په لاس کې وه؛ خو د تازه دمه ځواکونو په رسېدو، طالبانو پوسته پرېيښې او شاتګ یې کړی دی.

په ورته وخت کې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د اوپراسیون امر سمونوال امام علي عزیزي د طالبانو په لاس د پوستې سقوط تایید کړل؛ خو ویې ویل چې تر اوسه دې  پېښه کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېر نشته ورسره .

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.